کندهار کې ښځینه فارغانې: طالبانو رانه «ايګزيټ» ازموينه کې د ګډون حق اخیستی او ناهیلې یو

اطلاعات روز: کندهار کې د طبي شورا «ایګزیټ» ازموینه نن (سې شنبه، ۲ د کب) د طبي څانګو له نارینه فارغانو په داسې حال کې واخیستل شوه چې ښځینه فارغانو ته پکې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

دغلته ښځينه فارغینې وايي، چې د طالبانو له لوري ورڅخه د ګډون حق اخيستل شوی او ډيرې ناهيلې شوې دي.

کندهار کې د نیمه طبي علومو انسټیټونو څخه فارغې شوي قابلې او نرسانې وايي، د نوم ليکنې لپاره يې د تېرې شنبې په ورځ فورمې ترلاسه کړې وې، خو پرون دوشنبه ورته د انسټیټونو د ادارو له خوا زنګ وهل شوی چې د طبي شورا «ايګزيټ» ازموینه کې یې ګډون تر امرې ثاني پورې ځنډیدلی دی.

په دې ولايت کې د نازو په نوم د يوه خصوصي روغتيايي علومو انسټیټوټ څخه فارغه شوې قابله وایي، چې له «ایګزیټ» ازموينې سره یې ډيرې هيلې تړلې وې، خو په وينا يې چې اوس یې هیلې له خاورو سره خاورې کېږي.

د هغه له قوله: «دا زموږ د دوو کلونو خواري ټوله عبس تېره شوه، طالبانو راڅخه حق اخیستی موږ سختې ناهیلې یو بايد زموږ څخه ازموينه واخيستل شي.»

دغه فارغه شوې میرمن زياتوي چې له يوې خوا يې د کورنۍ سرپرستي او له بلې خوا د طالبانو وروستيو محدوديتونو ورته رواني ستونزې پيدا کړي دي.

همدارنګ د فاطمې په نوم یوه بله فارغې شوې نرسې اطلاعات روز ته وويل، چې پرون سهار ورته د ټیليفوني اړیکې له طريقه ويل شوي چې د سږکال په دولتي ازموينه کې تر امر ثاني پورې ګډون نه شي کولای.

نوموړې د طالبانو غوښتنه کوي ترڅو د ټولو نجونو او ميرمنو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي او د روغتيايي علومو د انسټیټونو او پوهنتونونو ټولو فارغه شويو ميرمنو ته په «ايګزيټ» ازموينه کې د ګډون حق ورکړي.

هغې وويل: «زموږ ګناه څه ده، زموږ څخه پيسې مصرف شوي، موږ په ډېرو کوښښونو تردې مرحلې رارسېدلې يو، حکومت دې موږ ته اجازه راکړي چې د ايګزيټ امتحان ورکړو دا زموږ حق دی.»

بلخوا کندهار کې د نيمه روغتيايي علومو د انسټیټونو مسوولين زياتوي، چې له خپل اړخه يې هڅې کړي ترڅو کندهار کې فارغه شوې قابلې او نرسانې په سږني ايګزيټ يا دولتي ازموينه کې برخه واخلي او دولتي اسناد ورکړل شي خو په خبره يې چې له مرکز کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري يې غوښتنې نه دې منل شوي.

ټاکل شوې وه چې کندهار کې د طبي شورا په سږنۍ ازموينه کې د نارینه فارغینو ترڅنګه نږدې ۲۰۰ ښځينه قابلو او نرسانو ګډون کړی وی، خو د طالبانو له لوري ورته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د طبي شورا لومړۍ ازموينه ده چې د کابل وروسته اخيستل کېږي.

په تېر حکومت کې دا ازموينه په کال کې دوه ځله د خصوصي او دولتي طب پوهنځیو له محصلينو اخيستل کېدله.

د طبي شورا په ازموينه کې له برياليتوب پرته د طبي څانګو فارغين د کار کولو جواز نه شي اخيستلای.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه