د تورخم دروازې تړل کیدو افغان سوداګرو ته مالي زیان اړولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي چې د تورخم دروازې تړل کیدو له امله افغان سوداګرو ته له تیرو دوو ورځو راهیسې میلیونونه ډالر زیان اوښتی.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظیمي وایي، چې له تیرې ورځې راهیسې د تورخم دواړو خواوو ته د افغان سوداګرو درې زره سوداګریزې لارۍ چې پکې د هیواد تازه مېوې، ترکاري او نور خوراکي توکي بار دي دریدلي، چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی وایي، ستونزه د طالبانو او پاکستان له اړخه ده ځکه لاریو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي چې د ډیر ځنډ له امله مېوې او ترکاري زیان ویني او بازار کې یې ارزښت کمېږي.

عظیمي زیاته کړه: «له تیرو دوه ورځو راهیسې چې د تورخم دروازه تړل شوې، سوداګري په ټپه دریدلې او زمونږ تازه میوې، ترکارۍ او نورې توکي چې صادریږي او همدا شان نور توکي چې له پاکستان راوریدیږي هر څه په ټپه دریدلي دي او شاوخوا درې زره سوداګریزې لارۍ ولاړې دي؛ طالبان او هم پاکستانیان دواړو خواوو ته د تګ اجازه نه ورکوي او میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.»

نوموړی همداراز زیاتوي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د تورخم له لارې له پاکستان سره سوداګري لا له پخوا ټکنۍ شوې وه.

د عظیمي په خبره په پاکستان کې لا هم د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې شته او له دواړو حکومتونو یې وغوښتل، چې د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره ستونزې حل او امکانات دې ډېر کړي.

هغه له طالبانو هم وغوښتل چې په تورخم کې دې له پاکستاني حکومت سره رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل او د سوداګرو لپاره دې اسانتیاوې برابرې کړي.

یو شمیر نور سوداګر اندیښنه لري او وایي، که د تورخم دروازه ژر خلاصه نه شي، نو له امله به یې نه یوازې سوداګرو ته زیان ورسیږي بلکې په بازارونو کې به ورسره د خوراکي توکو په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي.

له سوداګرو سربیره ګڼ شمیر ناروغان چې غواړي پاکستان ته د درملنې په موخه لاړ شي هم شکایت کوي، چې د تورخم لارې په تړل کیدو سره له ستونزو سره مخ شوي او غوښتنه کوي؛ چې یاده لاره دې ژر د مسافرو پرمخ خلاصه شي.

په ورته مهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري نور محمد حنیف وایي، چې له پاکستاني لوري سره یې لوړ پوړو طالب چارواکو خبرې پېل کړي او تمه لري چې یاده لاره به ژر پرانیستل شي.

د تازه مېوې او ترکارۍ سربېره تورخم دروازې ته نږدې په ګڼ‌شمېر سره د شوکاڼي لارۍ هم ولاړې دي او چلوونکي یې وایي، دوی هم له ستونزو سره مخ دي او وایي، د طالبانو له لوري اجازه نه ورکول کیږي چې خپل مالونه انتقال کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه