اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې نن (سېشنبه، ۲ د کب) د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو يوه کڅوړه افغانستان ته رسیدلی ده.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، تر دې دمه د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۶ کڅوړې او د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۰ کڅوړې افغانستان ته رسېدلې دي.
له دې شمېره سره سم، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړيوالې ټولنې د نغدي مرستو ټوله کچه يو ميليارد او ۹۹۳ ميليونو ډالره کېږي.
د مرکزي بانک په وينا، دا پيسې له افغانستان سره د بشري مرستو په توګه په کابل کې يوه سوداګريز بانک ته سپارل شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې دا پيسې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په مشخصو بانکي حسابونو کې ساتل کېږي چې د دې سازمان بنسټونه ترې استفاده کوي او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
