اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د خوړو او درملو ادارې د حمل ضد درملو پر استعمال بنديز دروغ ګڼلی دی.
د دې ادارې وياند جاويد هژير «ملي ټلويزیون» ته ويلي، چې په ځينو ولايتونو کې د حمل ضد درملو پر استعمال د بنديز ادعاوې حقیقت نه لري.
دی زياتوي چې د خوړو او درملو ادارې د هغو باکيفيته درملو د واردولو لپاره اسانتياوې هم برابرې کړې چې ټولنه ورته اړتيا لري.
د طالبانو تر مديريت لاندې ملي ټلويزیون هم د ښځينه ډاکټرانو په وينا په خپل راپور کې ويلي، چې د زېږېدنو تر منځ وقفه په کور کې د نظم لامل کېږي.
په وروستيو کې د ټولنيزو رسنيو ځينو کارکوونکو ادعاوې کړې وې چې طالبانو د «کانډوم» او حاملګۍ ضد درملو پر پلور بنديز لګولی دی.
