په برتانيه کې له ۱۶۸۸ – ۱۶۸۹ يو ستر انقلاب راغی، په پايله کې يې د پارلمان د برترۍ اصول وضع شول چې تر دې وروسته له ۱۶۸۵ راهيسې د برتانيې پر خاوره هيڅ جګړه نه ده شوې او له هغه راهيسې بيا تر اوسه يو امن هيواد دی او بشپړ کورنی ثبات پکې ټينګ دی. همدې برتانوي امپراتورۍ دوه ځله (۴۲-۱۸۳۹، ۸۰-۱۸۷۸) پر افغانستان بريد کړی دی. که څه هم دواړه ځله يې په افغانستان کې نظامونه نيولي او ړنګ کړي دي او زموږ کور ته راغلي او موږ يې څو کلونه محکوم کړي يو خو، بيا هم زموږ ادعا داده چې برتانويان مو مات کړي دي او له خپلې خاورې مو ځغلولي دي. نه يوازې دا چې د انګريز د ماتولو دعوې لرو، ورسره د شوروي اتحاد د ټوټه – ټوټه کولو دعوه هم لرو. له دې سره – سره خو طالبان د نيمې نړۍ د وهلو ادعا لري او وايي، چې ټوله امريکا او ناټو يې ځغلولې ده. خو له دې ټولو ادعايي وياړونو سره – سره زموږ حال دادی چې په هيڅ برخه کې هم پر ځان متکي نه يو او څوک چې د همدې وياړونو د ګټې ادعاوې لري، بيرته هماغو ته لاسونه نيسي چې دوی وايي ما ترې جګړه ګټلې او مات کړي مې دي.
موږ سره له دې چې دعوې لويي کوو خو په واقعي توګه مو په هيڅ ميدان کې وړتيا نه ده ښودلې. د برتانيې تر همدې تاريخي کار څه باندې نيمه پېړۍ وروسته موږ په لومړي ځل په افغانستان کې وتوانېدو چې د احمد شاه بابا په مرسته د يوه خاني دولت بنسټ کېږدو. که څه هم د احمد شاه بابا ټاکنه د يوې سولييزې جرګې له خوا وشوه خو د دولت کوم چوکاټ چې په دې جرګه کې را منځته شو په بشپړه توګه قبيلوي او خاني و او د همدې خاني ويش له مخې پرېکړه وشوه چې احمد شاه بابا به د پوپلزو د قوم له سدوزي ښاخه پاچاهي سمبالوي او له بارګزو څخه جمال خان به وزارت مخته وړي. خو احمد شاه بابا د جرګې پرېکړې ته پابند پاتې نه شو او جمال خان يې په خپل همقومي شاه ولي خان باميزي بدل کړ او له همدې سره د پاچاهۍ په سلسله کې د يوه نفاق بنسټ کېښودل شو. که څه هم جمال خان چوپ پاتې شو خو د ده زوی پاينده خان د احمد شاه بابا د لمسي شاه زمان پر وړاندې کودتا وکړه او تر ناکامېدو وروسته اعدام شو او دې وژنې په راتلونکي کې د واک د لېږد هره سولييزه هڅه شنډه کړه او له همدې امله په راتلونکي کې پاچاهي له سدوزیو څخه محمدزیو ته په زور ولېږدېدله.
زموږ او د برتانيې تر منځ به زښت ډېر توپيرونه وي، خو يو شی دادی چې هغوی هم تقريبا له همدې نقطې يوه امپراتوري را پېل کړه او موږ هم، خو د افغانستان د امپراتورۍ په دويم نسل کې درزونه را پيدا شول او له درېيم نسل څخه وشوړېدله او وروسته نسلونو د لېرې او نږدې ګاونډيانو په مرسته يو او بل تر هغو وژل او وهل چې پاچاهي به يې تر لاسه کوله او دا تسلسل نسل پر نسل روان و چې لومړۍ تېروتنه يې په تهداب کې شوې وه. که د احمد شاه بابا له وخته بيا تر اوسه د افغانستان تقريبا ۲۷۰ کلن تاريخ ته وکتل شي، موږ پکې له جګړو پرته بل څه وينو؟ تقريبا هر واکمن هڅه کړې چې د زور له لارې واک ته ورسېږي او تقریبا هر واکمن هڅه کړې چې د زور په کارولو په واک کې پاتې شي او تقریبا هر واکمن هڅه کړې چې يوازې په زور واک وچلوي.
په ځانګړې توګه که د افغانستان د وروستيو سلو کلونو تاريخ ته ځير شو د يوه – بل له وژنې، شړنې او تحقيرونې پرته بل څه وينو؟ پر امان الله خان د خپل پلار د وژنې تور دی، امان الله خان د واک په نشه او اختلاف کې نادر خان او کورنۍ يې له هر څه وشړل، حبيب الله کلکاني امان الله خان وشاړه، نادر خان حبيب الله کلکاني وواژه، نادر خان بيرته د واک په منډه کې ووژل شو، ظاهر شاه د خپل اکا د زوی له خوا د زور په کارولو ګوښه شو، داود خان ووژل شول، د ترکي او حفيظ الله امين برخليک هم له دې بيل نه و، تر ډاکټر نجيب وروسته د واک پر سر د هغو مجاهدينو جګړې د هر افغان د کور درد دی او وطن او ملت يې دربدره کړ. تر دې وروسته طالبان له هيڅ ډلې سره جوړ رانغلل او خپل سيال احمد شاه مسعود يې په عربو ځانمرګو وواژه او يوازينۍ تمنا يې دا وه چې واک له دوی سره وي او تل له دوی سره وي.
د همدوی د زور او سرناخلاصۍ په پايله کې افغانستان د زور له لارې يوې بلې مرحلې ته ولاړ، سره له دې چې افغانستان ته د جمهوريت له لارې د واک د سولييز لېږد مفهوم راوړل شو او دا تجربه هم له ګڼو ستونزو سره هممهاله وشوه خو طالبانو خپل زور پرېنښود او تر پايه په دې قانع نه شول چې ومني مشروع واکمن هغه دی چې د خلکو په رايه سره راشي، نه د خلکو په وژلو. افغانستان له تېرو څه باندې دوو سوو کلونو راهيسې همدا تجربه کوي چې د زور له لارې راغلي واکمن غواړي مشروعيت تر لاسه کړي او د همداسې مشروعيت په کارولو خپل واک دوامداره کړي. مګر هيڅ ځل دا تجربه هم نه ده کاميابه شوې، وايي چې سر د پاسه سر دی. همداسې تر يوه زورور بل زورور پيدا کېږي او تر ځان کمزوری ځغلوي مګر متأسفانه چې هر راغلی زورور تر ځان د وړانديني زورور تاريخ او برخليک هېروي.
که څه هم څه باندې سل کلونه وړاندې د افغانستان لومړنی اساسي قانون جوړ کړل شو، خو دې قانون خلک پابند نه کړای شوای او لومړني جوړونکي يې لومړني ماتونکي هم و. تر دې وروسته په افغانستان کې نهه نور اساسي قوانين جوړ شوي دي، مګر په عملي توګه زموږ وضعيت وار په وار بدتر شوی دی. هيڅ حکومت له خپل ولس سره د يوې حقوقي اړيکې پر ټوليز او ډلييز تعريف ونه توانيد او هر ځل واکمنو ته د افغانستان په دښتو، غرونو او درو کې له خپرو پرګنو سره تر ليدنې، کتنې او زړه تر لاسه کولو دا مهمه ښکاره شوې ده چې اول بايد په هر صورت ارګ په زور د ځان کړي.
له جګړييزې ماضي د راوتلو لپاره سولييز سوچ او جامع قانون ته اړتيا ده. مخکې تر دې چې اوسنۍ واکمنه ډله د زور له لارې د واک د غزولو پرېکړه وکړي او زور وکاروي، لومړی دې ځان پوه کړي چې تر دوی وړاندې ډېر زورور هم ختم شوي دي او يوه ډېره وړه ضربه د دوی هر څه په قوي ډول ننګولای شي البته که دوی په رښتيا هم د واقعيت منلو او واقعيت درک کولو وړتيا لري. بل اړخ ته مخالفې ملتپالې ډلې چې غواړي له طالبانو واک واخلي، بايد دا وضاحت ولري چې وروسته څه کوو؟ له نورو خلکو سره له کومې لارې خبره کوو البته که خبرې په رښتيا هم لومړنی او يو انتخاب وي. ښايي په افغانستان کې به جګړه ګټل اسانه وي، مګر په افغانستان کې د هيواد او ولس په ګټه حکومت جوړول تر ټولو سخته مرحله ده چې د دې پېل بايد زموږ له فکر او سوچ څخه وشي او د دې لپاره موږ اړتيا لرو چې خبرې وکړو، پر راتلونکي جوړښت وغږېږو او ان پر دې بحث وکړو چې څرنګه طالبان پر سولييزو بديلونو قانع کړو؟ وړاندې تر دې چې جګړه وکړو، بايد د جګړې پايله او برخليک تصور کړو، تر جګړې وروسته حالت په اړه وضاحت ولرو او له مخالف سره د يو ځای اوسېدلو او بحث زغم ولرو.
جګړه په احساساتو ګټل کېږي او په احساساتو مخته وړل کېږي، موږ تل د احساساتو په راپارونه او توليد کې خپله وړتيا ښودلې خو، چيرته چې بايد معقول فکر ولرو او د واقعيتونو پر اساس عقلاني چلند وکړو، نو په ملي کچه مو ناکامۍ ليدلې دي. د شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې پر مهال مجاهدينو جګړه کوله او پر خپل بري قانع و خو دا وضاحت ورسره نه و چې دومره تنظيمونه به څرنګه په واک کې شريک کېږي او حکومت به څرنګه جوړوي؟ يوازې د اسلامي نظام افراطي او خيالي شعار يې ورکاوه، له واقعيتونو او د مشرې طبقې د واک غوښتنې له هوسه يې سترګې پټولې. دوی د ټولو اړخونو د ګډو ګټو پر اساس د يوه نظام پر جوړولو بريالي نه شول او د ميم زرما ټوله زما په پاليسي کې ټول محروم شول.
موږ بايد حد اقل تر دې سوونو کلونو جګړو وروسته د ملت په کچه پر راتلونکو سولييزو جوړښتونو بحث را پېل کړو او دا شعور عام کړو چې د واک ګټلو خونړۍ لارې د هر چا لپاره خونړۍ پايلې لري او د ولس پر غوښتنو او اړتياوو سترګې پټول او رټل برعکس غبرګون لري او د زور غبرګون خونړی وي.
