اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې ۲۱.۲ ميليونه وګړو ته د خوراکي موادو د مرستې ورکولو او کرنيز ملاتړ لپاره شاوخوا ۲.۵۹ ميليارد ډالرو ته اړتيا ده.
د دغه دفتر په وینا، د خوراکي توکو د لوړې بیې او د عوایدو د ټیټې کچې له امله د کورنیو د پیرودلو توان کم دی.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته فقر او لوږه زياته شوې ده.
اوچا وايي، چې د روان ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۸ ميليونه زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
د دې دفتر په وينا، له ۲۳ ميليونه وګړو سره مرسته یې لومړيتوب دی.
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۶ ميليارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
