اطلاعات روز: کندهار ولايت کې له کابل وروسته د لومړي ځل لپاره د هيواد په کچه د زړه خلاص جراحي یا بای پاس/CABG عمليات په برياليتوب سره ترسره شول.
کندهار کې د مهمند خصوصي روغتون د زړه څانګې افغان ډاکټر احسان الله وايي، دغه عمليات د هيواد په کچه د دوهم ځل لپاره کندهار کې ترسره شول.
نوموړی زياتوي، اوس مهال کندهار ولايت کې د هغه کسانو لپاره د درملنې زمينه برابره شوې چې مخکې به ګاونډ پاکستان او هندوستان ته د درملنې لپاره تلل.
هغه وويل، که څه هم د دغه ډول عمليات ترسره کول ستونزمن کار دی خو په خبره يې چې د ډاکټرانو مسلکي ټیم وکولای شول دغه عملیات په بریالیتوب ترسره کړي.
دغه راز هغه ناروغان چې دغلته د درملنې لپاره راځي وايي، د زړه پر دغه ډول عملیاتونو بهرنیو هيوادونو کې شاوخوا يو ميليون پاکستانۍ کالدارې لګښت راځي خو دلته په کم لګښت او ښه ډول عملیاتونه ترسره کېږي.
دوی له نورو پانګوالو غوښتنه کوي ترڅو خپلې پانګې د نورو هيوادونو پر ځای هيواد کې دننه په کار ولګوي څو ورسره يو وخت لسګونه لوستي ځوانانو ته د کار فرصتونه رامنځته شي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د کندهار ترڅنګ د هلمند، زابل، ارزګان، فراه، هرات، نيمروز او نورو ولایتونه ناروغان پاکستان او هند ته درملنې لپاره تلل.
