جوزجان کې يوه هلک خپله مور وژلې او د هغې جسد ته يې اور اچولی

اطلاعات روز: د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان کې ولسي سرچينې وايي، چې يوه زوی خپله مور وژلې او د هغې مړی يې سوځولی دی.

سرچينې وايي، د اميدالله په نوم یوه ځوان نن (پنج شنبه، ۲۷ د سلواغې) سهار  خپله مور، بي بي عايشه د شبرغان ښار په «پيرمزيد» سيمه کې وژلې ده.

په همدې حال کې په جوزجان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند عبد الستار حليمي دا خبر تاييدوي او وايي، چې دې ځوان لومړی خپله مور د چاقو په ګزار سره وژلې او وروسته يې د هغې مړی سوځولی دی.

د حليمي په وينا، تورن کس د طالب ځواکونو له خوا نيول شوی او په دې اړه له هغه پلټنې روانې دي.

دی وايي چې تر اوسه د دې وژنې علت او انګيزه نه ده روښانه.

په وروستيو وختونو کې د نورو ټولو مرموزو او هدفي وژنو تر څنګ په هيواد کې کورنۍ وژنې هم زياتې شوې دي.

تېره ورځ له سرپل ولايت څخه راپور ورکړل شو چې د دې ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې يوه هلک خپله کوژدنه او د هغې مور وژلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه