د امریکا د سولې انسټيټيوټ: «افغان طالبان به د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي»

اطلاعات روز: د متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د افغانستان طالبان به د پاکستاني طالب جنګياليو له ملاتړه لاس وانخلي او دوی په دې هم پوهېږي چې اسلام اباد د اقتصادي ستونزو له وجې نشي کولای د پاکستاني طالبانو د تحريک پر وړاندې ستر پوځي عمليات پېل کړي.

د متحده ايالاتو د سولې انسټيټيوټ نن (پنج شنبه، ۲۷ د سلواغې) په خپل خپاره کړي راپور کې خبرداری ورکړی چې «د پاکستان د اقتصادي بحران او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له کبله د پاکستاني طالبانو تحريک يو زياتېدونکی قوي ګواښ دی».

راپور پر اسلام اباد د کابل وروستيو نيوکو ته اشاره کوي او وايي چې «دا غير ډيپلوماټيکه ژبه د ټي ټي پي په تړاو د طالبانو د ملاتړ ژمنتيا ښيي، که څه هم پاکستان پر [طالبانو] خپل فشار زيات کړي».

دې ادارې زياته کړې کړې، چې د ټي ټي پي په تړاو د طالبانو ځواب «په متقابل تور بدل شوی او داسې ښکاري چې په ملاتړ کې يې کوم بدلون نه راځي».

په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د چارواکو او نور راپورونه هم را اخيستل شوي چې ښيي د ټي ټي پي غړي د افغانستان په ښارونو کې ازاد ګرځي او هلته سوداګرۍ لري.

د (USIP) راپور زياتوي چې له کندهار څخه يوې سرچينې ويلي، چې د طالبانو رهبر او د هغه نږدې مشاورين «له ټي ټي پي سره د ايډيولوجيکو شراکتونو له وجې نشي کولای، له هغوی خپل ملاتړ واخلي».

له دې راپور سره سم چې د ټي ټي پي پر وړاندې د پاکستان غبرګون، د دې هيواد له خراب اقتصادي وضعيت څخه هم اغېزمن دی چې د شواړ کېدو په حال کې دی. «همدا د پاکستان د پوځي غبرګون انتخابونه محدودوي. پاکستان کولای شي چې چاپې ووهي او په هيواد کې دننه دفاعي اقدامات وکړي، خو د دوامدار، لوی او پېچلي پوځي غبرګون لپاره منابع نه لري.»

راپور زياتوي چې د ټي ټي پي پراخېدونکی تاوتريخوالی «د دې ډلې سياسي او مادي وده ښيي، سياسي جوړښت يې قوي شوی او خپل جنګيالي، ځانمرګي، وسلې او مهمات زياتوي».

راپور ادعا کوي چې «افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي او خوندي ځايونه يې ورکړي دي.» همدا راز په راپور کې ويل شوي چې ټي ټي پي له دې پرته هم په افغانستان کې پراخ ملاتړ لري «طالبان او غير طالبان دواړه له پاکستان سره د سخت اختلاف له وجې د ټي ټي پي تر شا ولاړ دي».

راپور زياته کړې چې يو شمېر افغان طالبانو په ځانګړې توګه د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د پاکستان په غوښتنه د ټي ټي پي ځينې مشران تر کنټرول لاندې ساتلي. «خو په طالبانو کې دننه د ټي ټي پي ملاتړ زيات دی او د فعاليتونو حمايت يې کوي. په ځانګړې توګه، د طالبانو رهبر هبت الله اخوندزاده له ټي ټي پي سره موافق دی چې پاکستانی سيسټم غير اسلامي دی».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه