اطلاعات روز: د داعش او القاعدې پر خلاف د ملګرو ملتونو د بنديزونو څارونکې کميټې په خپل راپور کې ويلي، چې سيف العدل د ايمن الظواهري پر ځای د القاعدې مشر ټاکل شوی او شک کېږي چې نوموړی به ايران کې وي. د دې کميټې په وينا، القاعده د الظواهري پر مړينه ځکه چوپ ده چې طالبانو يې وژل کېدل نه دي تاييد کړي.
دا راپور د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو د معلوماتو پر اساس چمتو شوی دی.
د ۲۰۲۲ د جولای پر ۳۱مه امريکا اعلان وکړ چې ظواهري يې په کابل کې وژلی دی، خو په خپله القاعده د خپل مشر د وضعيت په اړه چوپ ده.
د امريکا غږ د انګليسي څانګې له راپور سره سم، د ملګرو ملتونو راپور د القاعدې د چوپتيا دوه دلايل ګڼي.
په دې راپور کې راغلي، چې القاعدې د طالبانو د انديښنو له کبله چې په کابل کې يې د ظواهري وژنه نه ده منلې او په ايران کې د سيف العدل د حضور له کبله يې خپل نوی مشر نه دی اعلان کړی.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي: «د غړو هيوادونو غالب نظر دادی چې سيف العدل اوس د القاعدې مشر دی … خو دا چې طالبانو په کابل کې د ظواهري وژنه نه ده منلې او [العدل] د ايران په اسلامي جمهوريت کې دی، د همدې حساسيت له وجې دی القاعدې خپل مشر نه دی اعلان کړی».
ګارډين هم د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ليکلي، چې طالبان د ظواهري په وژنه ځکه «وشرمېدل» چې متحده ايالاتو او او نورو ته يې دا تضمين ورکړی و چې په افغانستان کې به هغو افرادو او ډلو ته ځای نه ورکوي چې لوېديځ او متحدين يې ګواښي.
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي: «د کابل په مرکز کې د ظواهري شتون … د طالبانو او القاعدې تر منځ د دوامدارو اړيکو او همکارۍ ښوونه کوله».
د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو يوه غړي ايران هیواد کې د القاعدې د نوي مشر شتون ته په اشارې کولو نيوکه کړې ده.
د ګارډين په وينا چې شک دا دی چې نيوکه کوونکی غړی ايران دی او له مودو راهيسې د القاعدې هر ډول ملاتړ ردوي.
که څه هم تاييد شوې ده چې په ۲۰۰۱ کې د ۱۱ سپټمبر د بريد په تعقيب پر افغانستان د امريکا تر بريد وروسته د القاعدې لوړپوړي غړي او لسګونه نور کسان د ځان خوندي کولو په موخه له خپلو کورنيو سره ايران ته ولاړل.
سيف العدل څوک دی؟
د متحده ايالاتو د رسنيو په شمول، لوېديځي رسنۍ له ډېره وخت راهيسې سيف العدل د الظواهري احتمالي ځايناستی بولي. نوموړی پخوا د مصر د ځانګړو ځواکونو يو افسر و.
سيف العدل د ۱۹۹۰ کلونو په لومړيو کې د هغې ډلې برخه و چې په افغانستان، پاکستان او سوډان کې به يې جنګياليو ته نظامي زده کړې او معلومات ورکول.
همدا راز نوموړي د سوماليا او مصر د اسلامي جهاد له غړو سره مرستې کړې دي چې له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۴ پورې په موګاديشو کې له امريکايي ځواکونو سره جنګېدل.
متحده ايالاتو په ۱۹۹۸ کال کې د القاعدې دا نوی مشر په دارالسلام، تانزانيا او نيروبي او کينيا کې د متحده ايالاتو پر سفارتونو په خونړيو چاودنو کې په لاس لرلو تورن کړی. په دې چاودنو کې ۲۲۴ کسان ووژل شول او زرګونه نور کسان يې ژوبل کړل.
متحده ايالاتو د هغو معلوماتو لپاره لس ميليونه ډالره انعام ټاکلی چې نوموړی پکې ژوندی ونيول شي. ايران په دې هيواد کې د القاعدې د مشر د شتون په اړه، تر اوسه رسما څه نه دي ويلي.
