ارزګانیان د لوړ ولور کنټرول او مخنیوی غواړي

انځور: اطلاعات روز

ارزګان چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی لاهم پکې د تعليم کچه ټيټه او خلک یې د يوه بل سره د سيالۍ په موخه ودونو او نورو مراسمو کې بې ځایه لګښتونه کوي او «ناوړه دودونه» پالي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، په ودونو او د خوشاليو نورو مراسمو کې د «ناوړه رواجونو» څخه په تنګ راغلي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوې ورکول شي.

ګل څانګه چې د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې ژوند کوي د هغه دودونو قرباني ده چې نوموړې په دې موخه ترسره کړي چې ګواکې په ټولنه کې به په ښه نوم یاده شي.

څانګه زیاتوي، کلونه وړاندې يې د خپلو کليوالو د پیغور له امله يوه لور په اووه لکه کالدارې يوه ځوان ته کوژده کړه خو، زوم يې ورته ولور نه دی ورکړی چې له امله یې لور تراوسه په کور ناسته ده او ځوریږي.

دغې ميرمنې وويل:« څلور کاله کيږي چې په ۷ لکه پاکستانۍ کالدارو مو لور ورکړې هغوی تر موږ غريبان دي موږ تر هغو غريبان يو  پر هغو هم باید زړه وسوځول شي او موږ هم مجبوره يو.»

ارزګان کې خلک د ولور په نوم د خپلې لور په سر د پنځه لکه کالدارو څخه تر ۳۰ لکه کالدارو پورې اخلي. انځور: اطلاعات روز

دا يوازې ګل څانګه نه ده چې د خپل لور پر سر دومره زياتي پيسې اخلي د دې ولايت ګڼ شمير اوسيدونکي له ورته رواجونو قرباني دي او ډير يې د خلکو د پيغورونو څخه د ژغونې په هدف دغه ډول رواجونه پالي.

یو شمیر اوسیدونکی وایي، د کلنو راهیسې په ارزګان کې  دا دود دی چي میرمنې پکې تر میلیونونو افغانیو پورې کوژده کیږي چي دې کار سره ډیری نجونې د پلار پر کورونو ناستې او زړې شوي، چې ځینو یی ان په ځان وژنې لاس پورې کړی.

د دې ولايت يو تن قومي مخور عبدالرحمن او مدني فعال احمد جاويد خپلواک وايي، چې تر ۳۰ لکو پاکستانۍ کالدارو پورې د ولور په نوم اخيستل شوي دي.

د دوی په خبره، چې لوړ ولور اخیستنې نور خلک هم تشويق کړي چې په خپلو لورګانو تر دې هم لوړ ولور واخلي او یوه کس ته یې په نکاح کړي.

دغه ارزګانیان، پر ديني عالمانو غږ کوي چې په ټولنه کې دې د دغه «ناوړه رواجونو» د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

قومي مخور عبدالرحمن وایي:«دلته په ۳۰ لکه غوښتل شوي دي خو د هغوی اقتصادي وضعيت ښه وي بیا وروسته دغه انګيزه نورو سيمو ته هم وغځول شي او هره څوک دا فکر کوي چې پر لور لوړ ولور واخلي بیا نو يا دغه ښځه پر کور زړه شي اويا داسې څه پيښ شي چې د پښتنو په ټولنه کې ناوړه کار وي.»

مدني فعال احمدجاويد خپلواک بیا زیاتوي: «دا هغه بده پديده ده چې د همدې له امله زموږ ډيرې پیغلې اوس پر کور زړې شوې او ياهم ځينې يې دواګاني خوري د ځان وژنې هڅه کوي او د کورني تاوتريخوالي سبب هم شوي دي.»

ديني عالمان هم لوړ ولور او دغه ډول «ناوړه رواجونه» سخته ګناه يادوي او زياتوي چې که په ټولنه کې د دغه ډول رواجونو له امله هر ډول ناوړه کړنه رامنځته کيږي لامل به یې د یاد رواجونو ترويج کوونکي وي.

د مولوي طاهر اجمیل په نوم یوه عالم وویل:«هره څوک چې د لوړ ولور دغه رواج ترويج کوي په سخته ګنا کې ښکيل کيږي.»

دیني عالم عالم طاهر اجمیل ولور اخیستل سخته ګناه بولي. انځور: اطلاعات روز

دغه راز یو بل عالم مولوي عبيدالله عابد بیا زیاتوي: «ديني عالمان چې په پنځه وخت لمونځ او نورو احکام خلکو ته بیانوي دا دې ورته هم ووایي چې کم ولور اسلام خوښوي.»

ارزګانیان بیا د دې ډول رواجونو د پړې ګوته د طالبانو اطلاعات او فرهنګ رياست ته نیسي چې ولې یې مخنيوی نه کوي.

په ارزګان ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ریيس قاري اغاولي قريشي وايي، چې د ولور په برخه کې دوی پوره هڅې کوي ترڅو یې مخه په کلکه ونيسي.

هغه وايي، د ديني عالمانو پر مټ به خلکو ته د لوړ ولور ناوړه پايلې بیان کړي.

د ارزګان ځوانان چې د لوړ ولور څخه شکایت کوي. انځور: اطلاعات روز

نوموړي وويل: «موږ په عمومي ډول د ناوړه رواجونو او په ځانګړې توګه د لوړ ولور د مخنيوي لپاره هڅې کوو موږ به د ديني عالمانو له لارې د لوړ ولور زيانونه خلکو ته روښانه کړو موږ هيله لرو چې په راتلونکي کې به ولور کنټرول شي.»

په بدو کي د ښځو ورکړه، لوړ ولور او یا هم د نجلۍ سره د هغې په ورکړه کي مشوره نه کول هغه څه دي چي ډیری نجونې یې له کور تیښتې او یا هم ځان وژنې ته اړې کړي دي. څو ورځې وړاندې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې په یوې تازه پیښه کې یوې میرمني له دې کبله ځان وژنه وکړه چې د خوښې خلاف بل کس ته یې ورکړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه