اطلاعات روز: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې يوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
کندهار کې ځايي سرچينې وایي، دغه ځوان شمس الله نومیده او نن (سې شنبه، ۲۵ د سلواغې) سهار یې د ارغنداب ولسوالۍ «منارې» سیمه کې د خپل کور باغچې ته څیرمه ځان ځړولی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې شمس الله د څه مودې راهیسې د رواني ستونزو کړېده.
ورته مهال د طالبانو ځایي امنيتي مسوولينو هم دغه پېښه تایيد کړې او ويلي يې دي چې په دې تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم کندهار کې د بېلابېلو پېښو پرمهال زياتو کسانو ځان وژنې کړې دي.
د رواني ناروغيو ډاکټران په هيواد کې د ځان وژنو اصلي لاملونه د خلکو خراب اقتصادي وضعيت، بيکاري او رواني فشار یادوي.
