اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد وایي، په ټول هیواد کې ۳،۵ ميليونه ځوانان بې دندو دي او وزګار ګرځي.
نوموړي ارزګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي، دامهال هیواد کې د ټولو لوستو ځوانانو شمير ۴،۵ ميليونو ته رسيږي چې له ډلې يې ۸ لکه کسان دوی په دولتي ادارو کې پر دندو ګمارلي يو لک کسان په خصوصي سکټور کې په کار بوخت دي او يو لک نور کسان د دوی حکومت بهرنيو هېوادونو ته د دندو په موخه لیږلي دي.
هغه دا په ډاګه نه کړه، چې یو لک ځوانان یې بهرنیو هیوادونو ته د کومو دندو په موخه لیږلي او یا ګمارلي دي.
د ده په وینا، د دوی حکومت يوازې د کال ۱۰ زره کسانو په دندو ګمارلو ظرفيت لري او په خبره يې چې کوښښ کوي چې نورو وزګارو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
راشد زیاتوي: «۴،۵ ميليونه کسان موږ په افغانستان کې لوستي کسان لرو چې دامهال يو ميليون په کار بوخت دي او پاتې ۳،۵ ميليونه لوستي ځوانان بي کاره دي موږ اوس يو پرګرام پر لاره اچولی چې بي روزګاره کسانو ته به فريلانس انلاين دندې ور پیداکوو او دغه پرګرام ښه نتيجه هم ورکړې ده.»
د طالبانو بیا ځل راتګ سره زیات شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، چې د طالبانو حکومت مسووليت لري چې د لوستو ځوانانو لپاره د مسلک سره برابرې دندې ورکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه شرف الدين اشرف وايي، چې که په هېواد کې د کار بازار نه وي په کار ده چې دغه ځوانان په بهرنيو هېوادونو کې په دندو وګمارل شي.
لوستي ځوانان هم شکایت کوي چې طالبان په دولتي ادارو کې خپل کسان په دندو ګماري او دوی مجبور دي چې په قاچاقي او مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته لاړ شي ترڅو هلته کار روزګار پیدا کړي.
د ارزګان يو اوسيدونکی جمعه ګل وايي، چې طالبان د حکومت دننه لوستو ځوانانو ته ځای نه ورکوي او په ادارو کې هغه کسان ګماري چې جهادي سابقه ولري.
ده وویل: «هغه کسان چې تعليم يې کړی وي ټول له دندو ګوښه کيږي او پر ځای يې هغه کسان ګمارل کيږي چې جهادي سابقه ولري چا چي عصرې لوړې زده کړې کړې وي هغوی اړ دي چې اوس مدرسه ووايي، او بیا امکان لري چې طالبان ورته په ادارو کې ځای ورکړي.»
افغانستان کې تر سياسي بدلون وروسته په زرګونه کسان په قانوني او غير قانوني ډول له هېواده وتلي چې لامل يې بې کاري او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.
