د افغان ښځو د ملاتړ په موخه د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې سره د رينا اميري خبرې–اترې

اطلاعات روز: د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، دوحې ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې لوله الخاطر سره کتلي او د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په اړه يې ورسره خبرې کړي چې څرنګه دا ډول هڅې پياوړې شي.

نوموړې تېره شپه (دوشنبه، ۲۴ د سلواغې) په پرلپسې ټویټونو کې ويلي، چې په قطر کې يې د يوه ښوونيز بنسټ له مسوولينو سره رغنده بحث درلود چې د افغان ښځو، نجونو او هلکانو لپاره د تحصيلي فرصتونو او بورسونو امکانات زيات شي. 

اميري ويلي، چې په قطر کې يې د افغانستان له وګړو سره هم ليدلي دي.

دې ليکلي: «زما لپاره له هغو افغانانو سره تر تعامل بل هيڅ شی هم ډېره هيله بښونکي نه دي چې په نورو هيوادونو او کډوالو ټولنو کې خپلو هيوادوالو ته زدکړييز او کاري فرصتونه برابروي.»

اميري ويلي، چې د دې خلکو ډېريو يې څه کم دوه کاله وړاندې په يوه شپه هر څه وبايلل او سره له دې چې زيانونه يې وليدل، خو بيا يې هم پاملرنه د افغانستان بيارغونې ته ده.

دې ويلي، چې اړتيا ده نړيواله ټولنه په بهر کې د افغانستان د وګړو ملاتړ وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه