اطلاعات روز: د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي نارینه فارغانو د طبي شورا له لوري د بېلابېلو طبي پوهنځيو د ښځينه فارغینو ازموينې د ځنډیدو غبرګون کې له دغې شورا غوښتي چې لومړی دې له نجونو ازموينه واخيستل شي.
ټاکل شوې چې د طبي شورا ازموينه (Exit Exam) د سلواغې پر ۲۹مه نېټه د بېلابېلو طبي څانګو له فارغانو واخيستل شي. طبي شورا ويلي، چې په دويمه مرحله کې به له ښځينه محصلينو ازموينه واخلي، په داسې حال کې چې هيڅ نیټه يې ورته نه ده معلومه کړی.
د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي فارغانو د ښځينه محصلينو د ازموينې ځنډولو په اړه انديښنه ښودلې او طبي شورا او د ازموينو ادارې ته يې په يوه ليک کې ليکلي چې د هلکانو نوبت دې نجونو ته ورکړل شي.
په دې ليک کې راغلي: «موږ نارينه فارغین يو او زموږ پرېکړه داده چې له دواړو پورته يادو شويو بنسټونو سره د همکارۍ تر څنګ موږ د امانت اداکولو، مسلمانۍ، ورورولۍ او د زموږ د خویندو اووه کلنو هڅو ته په پام غواړو چې خپل نوبت زموږ خویندو ته پرېږدو. لومړی دې زموږ له خويندو د سلواغې پر ۲۹مه ازموينه واخيستل شي او وروسته له موږ څخه.»
د طالبانو تر مديريت لاندې د ازموينې ادارې په دې اړه په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دا اداره د طبي شورا د ازموينې په پلانولو کې لاس نه لري او د دې شورا له پلان سره سم ازموينه اخلي.
د دې ادارې په اعلاميه کې راغلي: «د ازموينو ملي اداره په ازموينه کې د چا په ګډون او نه ګډون کې لاسوهنه نه کوي؛ بلکې دا اداره چمتو ده چې د هر ډول ازموينې زمينه برابره کړي او د اړوندو ادارو په غوښتنه يې په منظمه بڼه واخلي.»
د طبي شورا ازموينه پخوا له نارينهوو او ښځينهوو هممهاله اخيستل کېدله. دا پرېکړه په داسې مهال کې کېږي چې طالبانو نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه هم را ګرځولې دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د طبي شورا لومړۍ ازموينه ده چې اخيستل کېږي.
د تېر حکومت پر مهال دا ازموينه په کال کې دوه ځله د دولتي او خصوصي پوهنتونو د طبي څانګو له فارغينو اخيستل کېدله.
د طبي شورا په ازموينه کې له برياليتوب پرته د طبي څانګو فارغين نشي کولای چې د کار جواز تر لاسه کړي.
د طبي څانګو فارغين د طبي شورا د ازموينې پر نیټه نيوکې کوي.
