د طبي شورا د ازموينې نيټه يوازې د نارينه وو لپاره مشخصه شوه

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د ازموينې ادارې اعلان کړی چې د طبي شورا ازموينه (Exit Exam) به د طبي څانګو له نارينه فارغانو د سلواغې پر ۲۹مه اخيستل کېږي.

دې ادارې ويلي، چې د دواطلبانو بايوميټريک او ورته د کارډونو وېش به د پنج شنبې او جمعې په ورځو ترسره شي.

طبي شورا په يوه مکتوب کې ويلي، چې د زياتو متقاضيانو او کمو لازمو امکاناتو له کبله به دا ازموينه په دوو پړاوونو کې اخيستل کېږي.

دې شورا ويلي، چې په لومړي پړاو کې به له نارينه‌وو د سلواغې پر ۲۹ ازموينه اخيستل کېږي او د ښځو د ازموينې نيټه به وروسته اعلان شي.

په تېر مهال کې د طبي شورا ازموينه له ښځو او نارينه‌وو هممهاله اخيستل کېدله. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو نجونې او ښځې له ښوونځي او پوهنتون څخه هم بې برخې کړې دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د طبي شورا لومړۍ ازموينه ده چې اخيستل کېږي.

د تېر حکومت پر مهال دا ازموينه په کال کې دوه ځله د دولتي او خصوصي پوهنتونو د طبي څانګو له فارغينو اخيستل کېدله.

د طبي شورا په ازموينه کې له برياليتوب پرته د طبي څانګو فارغين نشي کولای چې د کار جواز تر لاسه کړي.

د طبي څانګو فارغين د طبي شورا د ازموينې پر نیټه نيوکې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه