اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلی وایي، چې تېره شپه (شنبه، ۲۲ د سلواغې) د دره نور ولسوالۍ په «اطران» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي شخړه کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
نوموړی د پېښې لامل دیادو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سره جنجال یادوي او زیاتوي، چې د دواړو لوریو څخه یې د پېښې په ځای کې څلور تنه له وسلو سره نیولي دي.
د طالبانو د حکومت راتګ سره دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې خلک یې لامل اقتصادي ستونزې او د طالبانو په محکمو کې بې عدالتي یادوي.
