اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې نن (يکشنبه، ۲۳ د سلواغې) کابل ته د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو نغدي کڅوړه رسيدلې ده.
د تېرې اونۍ پنج شنبې ورځ هم کابل ته د ۴۰ ميليونو ډالرو يوه کڅوړه رسيدلې وه.
تر اوسه افغانستان ته د ۴۰ ميليونو ډالرو ۲۴ او د ۳۲ ميليون ډالرو ۳۰ کڅوړې راغلې دي.
د مرکزي بانک له ارقامو سره سم، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې نغدي مرستې تر يو ميليارد او ۹۱۳ ميليونو ډالرو اوښتي دي.
د مرکزي بانک په وينا، دا پيسې له افغانستان سره د بشرپالو مرستو په توګه په کابل کې يوه سوداګريز بانک ته سپارل شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (يوناما) وايي، چې دا پيسې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په مشخصو بانکي حسابونو کې ساتل کېږي چې د دې سازمان بنسټونه ترې استفاده کوي او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
