د ۱۴۰۰ لمريز کال په زمري مياشت کې پر پلازمينه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت» جبهې په نوم پنجشير ولايت کې خپل موجوديت اعلان کړ. دا جبهه چې له پخوانيو سياسي څېرو او نظامي قومندانانو جوړه ده، د طالبانو پر وړاندې يې د وسله وال «مقاومت» خبره وکړه. د پنجشير په ګاونډ اندراب دره کې ځايي وسله والو په چټکۍ سره د طالبانو پر خلاف وسله وال مقاومت پيل کړ.
د زمري مياشتې پر ۲۹مه په اندراب کې ځايي وسله والو ځواکونو «بنو»، «ده صلاح» او «پل حصار» ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونيولې. دا حرکت د طالبانو د سياسي واک او سياسي راتلونکي لپاره د خطر زنګ و، تر دې پېښې څو ساعته وروسته د طالبانو ځواکونه له مرکز او شاوخو ولايتونو اندراب ته راغلل او درې سره ولسوالۍ يې بيرته ونيولې او ځايي وسله وال ځواکونه غرونو ته پر شا شول. طالبانو د دې سيمې يو شمير اوسېدونکي ونیول او ويې وژل.
د ځايي سندرغاړي فواد اندرابي او له هندوستان ولايت څخه د انجينرۍ برخه کې ماسټري لرونکي او د ماليې وزارت د پخواني کارمند ضيا احمدي خپلوانو وويل، چې دا دواړه په اندراب کې د کور په کور پلټڼې په لومړي اقدام کې د طالبانو له خوا ووژل شول.

طالبانو اندراب ته تر راتلو وروسته د دې سيمې په ډېری ځايونو کې نظامي پوستې جوړې کړې او له ۱۵ څخه تر ۲۵ نفري ډلې يې په ښوونځيو، مسجدونو او د سيمهييزو خلکو په کورونو کې ميشتې کړې چې د سهار او ماښام ډوډۍ يې هم د سيمې پر خلکو حواله شوې وه.
په اندراب کې پر ځايي خلکو د طالبانو زيات فشار د دې لامل شو چې د دې سيمې ډېری اوسېدونکي خپله سيمه پرېږدي. د طالبانو د سخت چلند په غبرګون کې يو شمير ځوانان او سړي له ولسي وسله وال پاڅون سره يو ځای شول، د احمد مسعود په مشرۍ «ملي مقاومت» جبهې ډېر ژر د دې پاڅون ملاتړ وکړ او اوس د ۱۹ مياشتو تر تيرېدو وروسته هم د طالبانو پر خلاف يوه له فعالو جنګي جبهو څخه ګڼل کېږي. په دې دره کې د جګړو دوام د ولسي خلکو پر ژوند ډېر زيات اغېز کړی دی.
د طالبانو لپاره سر درد
سره له دې چې طالبان بيرته پر دغه دریو ولسواليو واکمن شول، خو په غرونو او درو کې سيمهييز وسله وال ځواک د دې ډلې لپاره په سر درد بدل شو. ځايي وسله والو ځواکونو د طالبانو پر خلاف چريکي عمليات پېل کړل او دې ډلې ته يې درانه تلفات واړول او په يوه سر درد ورته بدل شول.
د روان کال د وري مياشتې پر ۱۹مه د «مقاومت» په نوم ځواکونو د «ده صلاح» ولسوالۍ اړونده سيمه «قاسان» دره يو ځل بيا ونيوله. ځايي سرچينې وايي چې د «ملي مقاومت جبهې» او طالبانو تر منځ سختو جګړو طالبان مات کړي او پر شا کړي يې دي. د «ملي مقاومت جبهې» وياند صبغت احمدي وويل چې په جګړو کې ۱۰ طالبان وژل شوي او تر لسو زيات يې ژوبل دي.

په اندراب کې له «مقاومت جبهې» څخه سرچينې وايي چې دوی د روان کال د سرطان په مياشت کې د طالبانو د «مختار ګجر» په نوم يو لوړپوړی قومندان له پنځلسو نورو کسانو سره وواژه.
له «ملي مقاومت» سره اړوندو ځينو جنګياليو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی په تېر يوه نيم کال کې د طالبانو څه کم شپږ لوی بريدونه شاته تمبولي. د دوی په وينا، طالبانو په دې بريدونو کې له «بدري»، «منصوري» او «سرې» قطعو څخه استفاده کړې او هممهاله يې سپک او درانه جنګي وسیلې کارولي دي.
د روان کار د غبرګولي پر ۲۷مه «مقاومت جبهې» وويل چې د طالبانو دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد د دې جبهې د ځواکونو ماتولو او عملياتو د رهبرۍ لپاره اندراب ته تللی و او «درې ورځې وروسته له کومې لاسته راوړنې پرته بيرته کابل ته تللی.»
په پنجشير او د اندراب په دریو ولسواليو کې د نښتو تر زياتېدو وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزاده د دې سيمې لپاره نظامي مسوول وټاکه. د طالبانو د مشر د فرمان له مخې عبد القيوم ذاکر د پنجشير او اندراب لپاره عمومي نظامي مسوول وټاکل شو.
له اندراب څخه د سرچينو معلومات ښيي چې په تېر يوه نيم کال کې د طالبانو پر خلاف د اندراب په بېلابېلو سيمو کې څه کم شپاړس بريدونه شوي او د دې ډلې شاوخوا ۳۰ بريدونه دفاع شوي دي. د سرچينو د معلوماتو پر اساس، د اندراب په دریو ولسواليو کې شاوخوا ۱۰۰ طالبان وژل شوي او تر ۱۶۰ يې ډېر ژوبل شوي.
د «مقاومت» ځواکونو درانه تلفات
د مرغومي پر پنځمه دوشنبې ورځ اطلاعات روز ورځپاڼې ته ځايي سرچينو وويل چې د «مقاومت» لوړپوړی قومندان خير محمد خيرخواه په اندراب کې له ۲۰ نورو ملګرو او څلورو نورو قومندانانو سره يو ځای له طالبانو سره تر ۳۰ ساعتيزې جګړې وروسته وژل شوی دی.
خير محمد خيرخواه د طالبانو په لاس د نظام تر سقوط وړاندې د بلخ ولايت د پوليسو د امنيت آمر و. د دولت تر سقوط وروسته دی خپل پلرني ټاټوبي اندراب ته ولاړ او د احمد مسعود په مشرۍ له «مقاومت جبهې» سره يو ځای شو. د ده تر مرګ وروسته «مقاومت جبهې» قومندان رمضان عزيز اندرابي د ده پر ځای وټاکه.
خير محمد خيرخواه په اندراب کې د «مقاومت جبهې» وروستی وژل شوی قومندان دی. خو تر ده وړاندې د دې جبهې ځينې لوړپوړي قومندانان له طالبانو سره په جنګ کې وژل شوي دي. له ځايي معلوماتو سره سم، «امام نورزاد»، «قومندان يعقوب»، «مجاهد اندرابي»، «قومندان اسد الله» او «قومندان ترکی» د دې جبهې هغه مهم قومندانان دي چې د تېر يوه کال پر مهال د طالبانو له خوا په دې دره کې وژل شوي دي. سرچينې زياتوي چې په دې موده کې د «مقاومت» شاوخوا اويا کسان هم وژل شوي دي. طالبانو د هغو د خپلوانو کورنيو ته اجازه نه ورکوله چې خاورو ته يې وسپاري. د وژل شويو خپلوان د طالبانو تر جدي تعقيب لاندې دي. د «مقاومت» د يوه وژل شوي قومندان زوی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې طالبانو يې ۱۴ کلن زوی نيولی او درې ورځې يې شکنجه کړی دی.

«مقاومت جبهې» ته نږدې سرچينو په دې راپور کې وويل چې د جبهې ۲۰ تنه له طالبانو سره بنديان دي.
طالبانو د لړم پر ۲۱مه په اندراب کې د «ملي مقاومت جبهې» پر يوه مرکز پراخ يرغليز بريد وکړ، د دې جبهې يو کس يې وواژه او د دریو قومندانانو په ګډون يې ۱۴ تنه ژوندي ونيول. سنجر اندرابي، محمد نادر او مامورګل نوزاد (د امام نوزاد ورور چې وړاندې وژل شوی) له يوولسو نورو کسانو سره يو ځای تر ساعتونو نښتې وروسته طالب ځواکونو ونيول.
د اندراب «مقاومت» يو شمير سرتېري وايي، چې نه همغږي او د رهبرۍ نه انسجام د «مقاومت جبهې» د تلفاتو لامل شوي دي. د سرچينو په وينا، «ځواکونو ته کافي امکانات او تجهيزات نه رسېږي، له همدې وجې هغوی له طالبانو سره تر ساعتونو نښتې او د مهماتو تر ختمېدو وروسته وژل کېږي.»
د اندراب له «مقاومت» څخه يوه سرچينه وايي، چې سړې هوا، د تجهيزاتو کمښت او په اندراب کې د دې جبهې د محلي مشرانو تر منځ اختلافاتو په وروستيو مياشتو کې ځاني تلفات زيات کړي دي.
«مقاومت جبهې» يو مشر نسيم مدبر وايي، چې په جګړه کې تلفات بديهي دي، خو «په دې شهيدانو او تلفاتو مقاومت نه ختمېږي، بلکې د مقاومت له ليکو سره يو ځای کېدونکي ځوانان نور هم هڅوي.»
سيمهييز اختلافات
په اندراب کې د طالبانو پر خلاف د څه کم دوو وسله والو جبهو فعاليت تاييدېږي. د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» او د «ازادۍ جبهه» چې ويل کېږي پخواني لوی درستيز ياسين ضيا تاسيس کړې. په اندراب کې د دې ځواکونو مشري يو شمېر پخواني نظامي او جهادي قومندانان کوي.
په اندراب کې د «ملي مقاومت جبهه» د دوو پخوانيو جهادي قومندانانو له خوا رهبري کېږي چې د سرچينو په وينا دا قومندانان په خپل ليد کې اختلافات سره لري. د دې جبهې يو شمير سرتېرو او قومندانانو هغوی د جمهوريت «پاتې شوني» ياد کړي او وايي چې د دې څېرو شتون د «مقاومت جبهې» د سرتېرو انګېزه کمه کړې ده.
د «مقاومت» يو قومندان صديق الله شجاع وايي، چې د دې جبهې د ځواکونو لپاره امکانات د همدې څېرو له خوا «حيف و ميل کېږي.»
د «مقاومت جبهې» يوه بل قومندان له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې سيمهييز اختلافات او د رهبرۍ نه انسجام د دې لامل شوي چې د ځواکونو تلفات زيات شي. دی وايي: «ځواکونه پر څو ډلو وېشل شوي او واحده قومنده نشته. د رهبرۍ په سطح اختلافات شته دي. د ځواکونو د برياليتوب د نه شتون يو علت په سر کې د ځينو خلکو تر منځ اختلافات دي.»
ملي «مقاومت» ته يوه نږدې سرچينې په اندراب کې د «مقاومت» د مشرانو تر منځ سيمهييز اختلافات تاييدوي او وايي، چې د واحدې رهبرۍ په نشتون کې دا جبهه ضعيفه او ناهمغږې شوې ده.
په همدې حال کې د «ملي مقاومت جبهې» غړی نسيم مدبر د سليقهيي اختلافاتو شتون مني خو وايي، چې دا اختلافات دومره زيات نه دي چې د دې جبهې د ځواکونو پر فعاليت اغېز وکړي.
پر ملکي خلکو زيات فشار
ځايي سرچينو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو او ځايي وسله والو ځواکونو تر منځ جګړو د دوی ورځنی ژوند ټکنی کړی دی. د دوی په وينا: «د طالبانو ځواکونو د ځايي وسله والو ځواکونو تر هر بريد وروسته له ځايي خلکو د انتقام په اخيستلو لاس پورې کړی دی.»
د ۱۴۰۰ لمريز کال په وروستيو کې د اندراب د دریو ولسواليو د نيولو لپاره د طالبان د پراخ هجوم پر مهال ځايي سرچينو ادعا وکړه چې دې ډلې ماشومان او سپين ږيري شکنجه کړي او وژلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې چې کومه ويډيو خپره شوې وه، يو شمېر ښځو پکې ادعا کوله چې طالبانو له يوې ښځې «سر پرې کړی» او پر نورو ښځو يې «تېری» کړی دی.
نامعلومو وسله والو د (تلې پر ۷مه، چهارشنبه) يو سيمهييز داکټر ظهير الدين د خپلې ميرمنې او وړو ماشومانو په ګډون له خپلې شپږ کسيزې کورنۍ سره د اندراب پل حصار ولسوالۍ په «ده يک» کلي کې وواژه. د دې ډاکټر خپلوان ادعا کوي چې دی د طالبانو د ځواکونو له خوا «له مقاومت جبهې سره د همکارۍ» په تور وژل شوی دی. طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د سلواغې پر ۲۷مه هم ځايي سرچينو په قاسان دره کې د يوه بل سيمهييز ډاکټر د وژل کېدلو خبر ورکړ. د دې ډاکټر خپلوانو طالبان د ده په وژلو تورن کړل، خو طالبانو دا قتل شخصي دښمني وبلله. يو څه وخت وړاندې په اندراب کې دوه نور ډاکټران د طالبانو له لوري نيول شوي و.
د روان کال د ثور د نولسمې په شپه طالبانو د اندراب په قاسان کلي کې پنځه تنه له خپلو کورونو وايستل او ويې وژل. ځايي سرچينې وايي، چې دا کسان په داسې حال کې ووژل شول چې په «قعله اولنګ» کلي کې د طالبانو رنجر ډوله موټر د «مقاومت جبهې» د ځواکونو له خوا په نښه شو او د دوی يو شمېر جنګيالي پکې ووژل شول.

د چنګاۍ پر ۲۹مه باوري سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې طالبانو د ده صلاح ولسوالۍ د قاسان درې په «کاسه تراش» سيمه کې يو ۱۷ کلن ځوان تنکی په ډزو ويشتلی دی. د دې هلک نوم شمس الله او د لسم ټولګي زده کوونکی و. د ځايي سرچينو د معلوماتو پر اساس، طالبانو په «کاسه تراش» سيمه کې د ډزو تر اورېدو وروسته کور په کور پلټنه پېل کړه او شمس الله يې له کوره تر ايستلو وروسته په ډزو وواژه.
آمو ټلويزیون د ځايي سرچينو په حواله راپور ورکړی چې پر دې دره د طالبانو د يو څه کم يو کلنې واکمنۍ پر مهال ۶۶ ځايي اوسېدونکي د طالبانو له خوا وژل شوي دي. د دې رسنۍ د راپور پر اساس، په وژل شويو کې ۲۹ نفره د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاتې نور د بنو او پل حصار اندراب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د اندراب خلک په تېر يوه نيم کال کې نه يوازې د بې مخينې وژنو شاهدان و، بلکې يو شمېر کورنۍ اړ کړل شوې وې چې له خپلې سيمې کوچ وکړي. ځايي سرچينې وايي چې په لسګونو کورنۍ د طالبانو له خوا «له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور» اړې شوې دي چې کډه وکړي.
يو څه وخت وړاندې د «مقاومت جبهې» وياند صبغت احمدي خبر ورکړی و چې طالبانو له اندراب څخه ۷۰ کورنۍ کډې کولو ته اړې کړې دي. ځايي سرچينې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې مني چې ګڼې کورنۍ له «تغانک»، «باغ دره»، «انامک»، «نوبهار» او «تيرګران» کليو څخه د طالبانو په امر په زور کډه کړل شوې دي.
د ځايي سرچينو په وينا، طالبانو په تېر يوه نيم کال کې يو شمېر خلک «له مقاومت جبهې سره د همکارۍ» په تور يو شمېر خلکو ته ويلي چې پيسې ورکړي او وسله دې برابره کړي. اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل، چې طالبانو يې خپلوانو ته ضرب الاجل ټاکلی و چې «په دریو ورځو کې بايد دوه ميله کلاشینکوف ورته راوړي، کنه نو خپله سيمه دې پرېږدي.» همدا راز ځايي سرچينې وايي، چې طالبان په اندراب کې د ځايي خلکو له مالونو «جزيه» اخلي او «ځينې وختونه د خلکو څاروي د هغوی له رضا پرته له ځان سره وړي.»
«تر وروستۍ مرمۍ به جګړه کوو»
په اندراب کې د «مقاومت جبهې» پر نظامي مرکزونو د طالبانو تر پراخو بريدونو وروسته د دې ډلې يو شمير ځواکونه ووژل شول. محمد صديق د نظام تر سقوط وروسته، له خپل ورور زبير سره د طالبانو پر وړاندې مقاومت پيل کړ. د روان کال په دوبي کې د «مقاومت» پر مرکز د طالبانو تر پراخو بريدونو وروسته زبير ووژل شو؛ له دې سره رسنيو د صديق د وژل کېدو په اړه هم راپور ورکړی و. طالبانو يې کورنۍ ته اجازه ورنه کړه چې د زبير جنازه راوړي او دی د اندراب په غرونو کې ښخ کړل شو. که څه هم صديق په دې پېښه کې سخت ژوبل شو خو ژوندی پاتې شو او تر رغېدو وروسته بيرته سنګر ته ستون شوی دی.

د طالبانو په لاس د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې، صديق او زبير دواړه د ملي امنيت کارمندان و او د نظام تر سقوط وروسته هغوی «مقاومت جبهې» سره يو ځای شول. صديق تر رغېدو وروسته بيرته د طالبانو په وړاندې د جنګېدلو لپاره غرونو ته تللی دی.
ده له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دی له خپلو يو شمير همکارانو سره په اندراب کې دی او د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي. صديق وايي چې «طالبانو زموږ پر ځمکې، هويت او فرهنګ يرغل کړی دی او زموږ لپاره له دې اصولو دفاع کول فرض دي.»
د روان کال په زمري مياشت کې د اندراب د يوه ځايي قومندان عکس په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه خپور شو چې د خپل زوی د جنازې څنګ ته ناست دی. ځايي سرچينې يې نوم «حاجي رحمان» ښيي. د حاجي رحمان چې کومه ويډيو وروسته خپره شوه، ده وويل چې زوی يې «محمد زمان» د وينې بهيدو او او لومړنيو مرستو د نشتون له امله ومړ. ځايي سرچينې ادعا کوي چې حاجي رحمان اندرابي «د ناروغۍ او د مقاومت جبهې د بې برنامې توب له وجې دا جبهه پرېيښې وه. خو کله چې طالبانو غوښتل دی ونيسي، بيرته سنګر ته ګرځېدلی دی.»
په اندراب کې د «مقاومت جبهې» ډیری ځواکونه د پخواني دولت نظاميان دي. د دې ځواکونه ډېری تر خپل منځ د کورنيو غړي هم دي. دا ځواکونه له اطلاعات روز سره د خبرو پر مهال د طالبانو حکومت «تروريستي رژيم» بولي او زياتوي چې دا ډله پر بشري او مدني حقونو باور نه لري.
شهير اندرابي يو بل پخوانی نظامي دی چې اوس مهال د طالبانو په وړاندې د اندراب له غرونو جګړه کوي. ښاغلي انداربي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې «طالبان يوه تروريستي ډله ده چې د خلکو له وژنې او جګړې پرته بله هيڅ لاسته راوړنه نه لري.» دی باور لري چې «طالبانو افغانستان په زور نه دی نيولی، بلکې د يوې معاملې له مخې پر افغانستان واکمن شوي دي.»
مقاومت ته نږدې سرچينې د راتلونکي کال په پسرلي کې د طالبانو پر خلاف د بريدونو د دوام خبر ورکوي. دوی وايي چې تر څو طالبان له حکومته نه وي ګوښه شوي، خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي. دا ځواکونه ټينګار کوي چې طالبانو د خلکو «انساني، مدني او اسلامي حقونه» تر پښو لاندې کړي دي.
په همدې حال کې په اندراب کې د «مقاومت» د رهبرۍ کچې غړی نسيم مدبر وايي چې جبهې له يوه اړخه د افغانستان په جنګ کې د طالبانو د برياليتوب ادعا ننګولې ده او له بله اړخه يې «د طالبانو اصلي ماهيت نړۍ ته ښودلی دی.»
په داسې حال کې چې طالبان په اندراب کې د دې ډلې د ځواکونو پر خلاف نظامي تحرکات ردوي او د دې سيمې امنيتي وضعيت ارام ښيي.
بايد وويل شي چې اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې په دې اړه د «مقاومت جبهې» له وياند سره هم اړيکه ونيسي، خو له بيا – بيا هڅو سره – سره ونه توانېدو.
له کشمکشونو ډکه دره
اندراب دره چې په بغلان ولايت کې له دریو ولسواليو جوړه ده، د طالبانو د ډلې په وړاندې په جنګېدلو او پاڅون کې تاريخي مخينه لري او دا دره د دې ډلې لپاره تل يو سر درد او خطر وه.
په ۹۰ کلونو او پر افغانستان د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال، اندراب د پنجشير او تخار ولايت د يو شمير برخو په ګډون د احمد شاه مسعود په مشرۍ د «مقاومت» اصلي مرکز و. طالبانو په خپلې پنځه کلنې واکمنۍ کې ونه شوای کولای چې دا دره په بشپړه توګه ونيسي. د «مقاومت» ځواکونو له دې درې سرتيري جذبول او د طالبانو پر ضد يې له همدې ځايه بريدونه انسجامول او د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې د دې ډلې د حکومت په نسکورولو کې بارز رول درلود.
په وروستيو دوو لسيزو کې د پخواني دولت د نظامي ځواکونو يوه لويه برخه اندرابيان و چې په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو پر ضد جنګېدل. د ځايي سرچينو په وينا، په وروستيو دوو لسيزو کې د دې درې له اوسېدونکو شاوخوا درې زره کسان د پوځ، پوليسو او نورو قطعاتو په ليکو کې وژل شوي دي. اکثريت دا قربانيان د اقتصادي فقر او ټولنيزو محروميتونو له وجې نظاميان شوي و. د جمهوري دولت تر سقوط او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د اندراب نظاميان د خپل امنيت په اړه انديښمن و، بيرته خپل پلرني ټاټوبي ته وګرځېدل او د طالبانو پر خلاف يې وسله واخيسته. د دې سيمې يو شمير اوسېدونکو، له پخوا راهيسې په بغلان کې د ناامنۍ تر زياتېدلو وروسته او پر دې سيمه د طالبانو د احتمالي بريد د دفاع لپاره وسلې اخيستې وې.
