ارزګان کې د کرکټ لوبغاړي د اکاډمي او لوبغالي نشتون له امله شکایت کوي

انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې د کرکټ لوبغاړي شکایت کوي چې دغلته هیڅ کوم دولتي لوبغالی نشته چې دوی پکې لوبې وکړي او خپل تکړه ځوانان تر ملي ټیم پورې ورسوي.

دوی وایي، له نږدې دوو لسیزو راهیسې دوی دخلکو په شخصې ځمکو کې کرکټ کوي او د معياري لوبغالي نشتون ترڅنګ آن ددې لوبې لپاره دولت کومه ځمکه هم نده ځانګړې کړې چې دوی پکې ولوبږي.

بشر احمد چې کلونه کيږې په دې ولايت کې کرکټ کوي وايي، چې دوی په پرلپسې ډول د يوه معياري لوبغالي د جوړيدو غوښتنه کړې خو زیاتوي چې چا یې غږ ندی اوریدلی.

نوموړی زیاتوي، نه يوازې دا چې د کرکټ لپاره لوبغالی نه لري بلکې دا ولایت یوه اکاډمي هم نه لري چې لوبغاړي پکې روزنه ترلاسه کړي.

ارزګاني لوبغاړي دا مهال د خلکو په شخصي ځمکو کې لوبې کوي. انځور: اطلاعات روز

د ده په خبره، چې یادې ستونزې د دې لامل شوي چې ارزګاني ځوانان د کرکټ برخه کې شاته پاتې شي.

فضل الله حليمي د کرکټ بل هغه لوبغاړی دی چې له ورته ستونزو څخه شکايت کوي.

هغه وايي، چې دا مهال د ارزګان او نورو ولايتونو د کرکټ لوبغاړو ترمنځ ډير توپیر دی او ددې ولايت لوبغاړو د يادو ستونزو له امله په دې لوبه کې هيڅ پرمختګ نه دی کړی.

ده وویل: «د ارزګان کرکټ ته هيڅ بنيادي کار نه دی شوی موږ د کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوو چې موږ ته يوه رسمي کرکټ اکاډمي راکړي يو کوچ راکړي او دغه د کرکټ ميدان چې تاسو وينۍ دا د خلکو شخصي ځمکې دي.»

دغه راز دې ولایت کې د کرکټ برخې پوهان د معیاري لوبغالي، روزنې، او کرکټ اکاډمي زياته مهمه بولي او نشتون یې د انديښنې وړ بولي.

د کرکټ برخې کارپوه احمدشاه جواد چې کلونه يې د ارزګان کرکټ څارلی وایي، چې په دغه ولايت پر تکړه استعدادونه شته چې د يادو ستونزو په شتون کې ځوان استعدادونه پټ پاتې شوي دي.

هغه د شته ستونزو پر حل ټينګار کوي او د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتنه کوي چې د يادو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

ارزګاني لوبغاړي د لوبو د میدان ترڅنګ د کرکټ اکاډمي او روزونکي هم نه لري. انځور: اطلاعات روز

د کرکټ برخه کې يادې ستونزې مو په دې ولايت کې د کرکټ بورډ له ولايتي ادارې سره شريکې کړې.

په دې ولايت کې د کرکټ بورډ ولايتي مسوول خيرالله افغان یادې ستونزې مني او وایي، چې دوی دغه ستونزې د  کرکټ بورډ مرکزې ادارې سره شريکې کړي او هيله لري چې ژره تر ژره حل شي.

هغه وويل: «موږ د کرکټ بورډ سره تماس کې يو او په نږدې راتلونکي کې به دلته د کرکټ يو ميدان جوړ شي او د روزونکو ستونزه به هم حل شي.»

تردې وړاندې هم په دې ولايت کې څو ځله د کرکټ لوبغاړو د يادو ستونزو د حل غوښتنې کړې وې. هغه مهال چې په افغانستان کې جمهوري نظام حاکم و، د ارزګان د کرکټ ادارې مسوولينو په څو ځله ژمنې وکړې چې په دې ولايت کې د کرکټ لپاره يو مناسب لوبغالی جوړوي خو يادې ژمنې پر خپل ځای پاتې دي او لوبغاړو ته په هیڅ برخه کې کار نه دی شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه