اطلاعات روز: بغلان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت د دریو ولسواليو مواصلاتي لارې له پلخمري ښار سره د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوي دي.
د سرچينو په وينا، په خوست ولسوالۍ کې د «پلفي» کوتل چې د بغلان له مرکز سره د دریو ولسواليو مواصلاتي لاره ترې تېرېږي، د تېري ورځې (شنبه، ۲۱ دلو) مازديګر راهيسې تړلی دی.
سرچينې وايي، چې اوس مهال په لسګونو موټر د کوتل دواړو اړخونو ته بند پاتې دي.
پلفي کوتل خوست، فرنګ او ګذرګاه نور ولسوالۍ د بغلان ولايت له مرکز پلخمري ښار سره نښلوي.
په بغلان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند شير احمد برهاني رسنيو ته ويلي، چې د دوی ځواکونه هڅه کوي چې دا کوتل بيرته د ترافيکو پر مخ پرانيزي.
د برهاني په وينا، ځواکونو يې تېره شپه په لسګونو مسافر او بند موټر ژغورلي دي.
