اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانيا د سفارت شارژدافير هوګو شارتر د خپل ماموريت د ختمېدلو له اعلان سره هممهاله ويلي چې د هيواد دريځ يې واضح دی؛ هغه دا چې تر ۴۰ کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې نور تاوتريخوالی د هيچا په ګټه نه دی.
نموړي نن (شنبه، ۲۲ د سلواغې) په پرلپسې ټویټونو کې ليکلي، چې په افغانستان کې بې ثباتي او داخلي نښتې انساني بحران ژوروي او بيرته داعش تقويه کوي.
شورتر ټينګار کړی چې له طالبانو سره خبرې د پرمختګ لاره ده.
دې بريتانوي ډيپلوماټ زياته کړې: «په تېر کال کې مې له طالبانو او د افغانستان له ټولنې سره تعامل درلود. يو شمير يې په دې باور نه دي، خو له خبرو پرته نه شئ کولای چې د کلونو تر جګړې وروسته پرمختګ وکړئ. د افغانستان د خلکو نوره انزوا هيڅ مرسته نشي کولای.»
شورتر زياته کړې، چې دی هغو اصولو او اساسي ارزښتونو ته چې دولتونه يې بايد د نړيوالې ټولنې د مشروع غړو په توګه پيروي وکړي، پابند و او همدا راز د اساسي او نړيوالو مشترکو اصولو د نقض پر وړاندې کلک درېدلی دی.
ده د خپلو خبرو په دوام کې د ښځو او نجونو پر زده کړې او کارې بنديز ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دا بنديز د افغانانو اساسي ازادۍ تضعيفوي او د ودې او د افغانستان د اوږد مهالي ثبات لپاره تاوان لري.
شورتر ليکلي، د ښځو حقونو ته درناوی کول «غربي» ليد نه دی بلکې نړيوال ارزښت دی.
ده زياته کړې: «راتلونکي ته بايد وګورو او له تېر څخه درس واخلو. دا په دې معنا نه ده چې خبرې – اترې پرېږدو او په عين حال کې پر خپلو اصولو ټينګ پاتې شو بلکې د دې معنا دا درک دی چې د افغانستان لپاره ثبات په ټولنه کې د ټولو ډلو په ګډون پسې تړلی دی.»
ده د خپلو څرګندونو په يوه برخه کې ويلي، چې بريتانيا او افغانستان «بد يا ښه» خو ګډ او اوږد تاريخ لري او د ده په وينا، د دې معنا داده چې د افغانستان او بريتانيا وګړي واقعا له يوه بل سره تړلي دي. شورتر زياته کړې، چې د افغانستان د ثبات لپاره په باثباته او مرفه راتلونکې کې د بريتانيا تعهد ثابت دی.
شورتر زياته کړې، چې د بريتانيا لومړيتوب د ۲۸ ميليونو اړمنو افغانانو د ژوند ژغورنه وه او دې هيواد د ۲۰۲۱ کال له اپريل راهيسې له افغانستان سره ۶۰۰ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
د ده په وينا، د مرسته کوونکو کومک تېر کال په افغانستان کې د هر اړخيزې قحطۍ مخنيوی وکړ.
