د لغمان اوسیدونکي د شاهي کانال پروژې د ژر پېل غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د لغمان ولایت اوسیدونکي د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د شاهي کانال پروژه ژر پېل کړي.

د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی ملک شاه ولي وایي، که د شاهي کانال کار پېل او بشپړ شي ور سره به زرګونه هکټاره شاړې ځمکې خړوبې شي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د یادې پروژې پاتې چارې دې ژر بشپړې کړي.

ملک شاه ولي زیاتوي «شاهي کانال له الینګار سینده سرچینه اخلي او په جوړېدو سره به يې زرګونه هکټاره شاړې دښتې ابادې شي، مونږ د طالبانو له حکومت غواړو چې ژر دې د شاهي کانال چارې پیل کړي چې له یوې خوا به خلکو ته کار زمینه برابره شي او بلخوا به ځمکې هم خړوبه شي.»

د دغه ولایت د مرکز مهترلام قومي مشر محمدقاسم هیله مند دی، چې د شاهي کانال پروژې په پيلېدو سره به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه وایي، طالبانو ته په کار ده چې په لغمان کې بنسټيزې پروژې پلې کړي.

محمد قاسم زیاتوي: «شاهي کانال د لغمان لپاره ډیر مهم دی نو طالبانو ته په کار ده، چې باید د شاهي کانال پروژې پاتې چارې بشپړې کړي او هم دې په لغمان کې نورې پروژې پلي شي.»

بلخوا د لغمان سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وايي، شاهي کانال کابو سل کاله پخوا د سیمې د خلکو له خوا جوړ شوی او اوس نږدې ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د سیندیزې فرعي حوزې رییس شېرجان راشیدي وایي، د لغمان شاهي کانال د پخواني جمهور رییس سردار محمدداوود خان په وخت کې له زاړه کاناله – چې په الینګار ولسوالۍ کې دی- مهترلام ته د اوبو تېرولو طرحه منظور شوې وه، خو لا عملي شوې نه ده.

هغه زیاته کړه، چې نوی کانال۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې د الینګار له سندروا سیمې د مهترلام تر بابا صاحب دښتې رسېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لومړي کانال جوړېدو چارې (الینګار- مهترلام) په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د اته میلیونه ډالرو په ارزښت پيل شوې وې چې نږدې لس سلنه کارونه يې هم شوي دي.

راشیدي وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د یاد کانال جوړېدو کارونه هم په ټپه درېدلي دي. خو نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به دغه کارونه بېرته پيل شي.

راشیدي زیاتوي: «د یاد کانال د دویم فاز تخنیکي او اقتصادي سروې او د ځمکې د تثبیت چارې د اوبو او برېښنا وزارت د تخنیکي ټیم له لوري څو ورځې مخکې بشپړې شوې، ډاډ ورکوم چې په نږدې ورځو کې به یې د ډیزاین چارې هم پېل شي.»

د نوموړي د معلوماتو له مخې پر شاهي کانال شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې په جوړېدو سره به یې ۲۰ زره هکتاره شاړه دښته خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې چارواکي وایي، اوس مهمال په لغمان کې نږدې ۲۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه شته او په وینا يې د شاهي کانال په جوړېدو سره به دا رقم ۴۰ زره هکټاره شي.

یاده دې وي چې څه موده وړاندې لغمان کې د طالبانو والي زین العابدین خبر ورکړی و، چې لغمان کې د شاهي کانال په ګډون ۵۵ پروژې تر کار لاندې دي خو اوس معلومه نده چې د شاهي کانال چارې ولې دریدلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه