اطلاعات روز: د اسلامي همکاريو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه «ساینس برخه کې د فعالو ښځو او نجونو» د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې غوښتنه کړې چې په علم او تکنالوژۍ کې بايد د ښځو او نجونو ونډه زياته شي.
ده د اسلامي همکاريو سازمان له غړ هيوادونو له بنسټونو غوښتنه کړې چې په علم او تکنالوژۍ کې د ښځو او نجونو د ټولو حقونو د خونديتوب لپاره دې هڅې وکړي.
د اسلامي همکاريو د سازمان په اعلاميه کې راغلي، چې د ۲۰۱۸ کال دسمبر مياشتې پر مهال دې سازمان د ښځو په اړه اواګادوګو، بورکينا فاسو کې غونډه وکړه او هلته د ښځو او نجونو لپاره د علومو، تکنالوژۍ، انجينرۍ او رياضياتو (STEM) د ترويج پرېکړهليک منظور شو.
د اعلاميې له مخې، دې پرېکړه ليک له غړو هيوادونو غوښتنه وکړه د ښځو او نجونو لپاره د STEM برنامې د پلي کولو لپاره قانوني اقدامات وکړي، تر څو د ښځو د زده کړو او کاري مارکيټ تر منځ تشه ډکه شي.
د اسلامي همکاريو سازمان عمومي منشي په داسې حال کې په زده کړه، علم او تکنالوژۍ کې د ښځو پر زياتې ونډې ټينګار کوي چې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه محرومې کړې دي.
