د امريکا سفارت: د افغانستان ښځې او نجونې په هره کچه د زده کړو کولو حق لري

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا سفارت چې په قطر کې فعال دی، «د علم برخه کې د ښځو او نجونو له نړيوالې ورځې» سره هممهاله تعلیم او تحصيل ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر حق ټينګار کړی دی.

نن (شنبه، ۲۲ د سلواغې/۱۱ فبروري) د علم برخه کې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو ډيپلوماټيک ماموريت ويلي، چې د دې ورځې په وياړ د افغان نجونو د روباټيک ټيم حيرانوونکي کار او فعاليت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دې ماموريت زياته کړې، چې روباټيکه ډله د هيلو او هلوځلو يوه الګو ده. دې ډلې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان پرېيښی دی.

د امريکا سفارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: «که افغان ښځو او نجونو ته فرصت ورکړل شي، دوی کولای شي چې په خپل نوښت د ټيکنالوژۍ له مخې د يوې نوښتګرې نړۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.»

دې سفارت ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې په ټولو سطحو کې د زده کړې کولو حق او وړتيا لري. په داسيې حال کې چې طالبانو د نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

همدا راز د طالبانو حکومت د ښځو پر کار کولو هم بنديز لګولی دی. دا ډله وايي چې پر ښځو او نجونو بنديزونه همېشني نه دی، خو بنديزونه ورځ تر بلې ورځ زياتېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه