د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، په دغه ولایت کې پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې ساتنې ته یې باید جدي پام وشي.
د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې د اوسني افغانستان بنسټګر او امپراتور احمدشاه بابا د مهال ودانۍ چې د هغه کور، د اسونو طبیله او نور پکې شامل دي او درې سوه کاله تاریخي مخینه لري، دا مهال په بد وضعیت کې دي او ډېرې برخې یې تخریب شوې دي.
د یادو تاریخي ودانیو له ډلې د احمدشاهي عصر د اسونو طبیله چې پر شاهي طبیله مشهوره ده، تر نورو ډېره زیانمنه شوې ده.
کندهار کې ميشت فرهنګپال عزيز احمد عزيز وایي، یو سیمه په تاریخي ابداتو پيژندل کېږي او تاريخي اثار او ابدات نورو نسلونو ته د هغه ځای او خلکو پخوانۍ معماري او فرهنګ څرګندوي.

عزيز وويل، د تاریخي ابداتو ساتنه د هر هيواد په قانون کې ځانته خاص ځای لري او هغو کسانو ته سزاوې ورکول کېږي چې تاريخي ابداتو ته زيان اړوي.
د هغه په وينا:«د کندهار تاريخ د افغانستان تاريخ دی، د تاريخي ابداتو په قانون کې د هغو د لمنځه تللو په صورت کې د هغوی چورول جواز نه لري نو دا د واکمن حکومت دنده ده چې بايد ورته پاملرنه وکړي او ساتنه يې وکړي، کومي تاريخي ودانۍ چې موږ ته راپاتې دي ددې ساتل د حکومت او ملت دواړو دنده ده.»
د فريد احمد په نوم يو بل فرهنګي فعال بیا وایي، اوس مهال کندهار کې پخوانيو ودانۍ ته د طالبانو د حکومت نه پاملرنه ددې سبب شوې ترڅو هغه له منځه ولاړې شي.
نوموړی وایي، يادې ودانۍ د کندهار د لرغونتوب او پخواني امپراتوريو نمايندګي کوي او حکومت ترڅنګ يې بايد خلک هم په ښه ډول ساتنه وکړي.
هغه زياتوي، چې د احمدشاهي طبيلې پخواني نښې اوس هم د پخوا په شان په خپل ځای پاتې دي او د کندهار په مرکز کې د توپخانې بازار څخه بيا تر ارګ بازار پورې موقعیت لري.
فريد احمد وايي، کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ترڅنګ بايد د يونسکو او نور سازمانونه هم دغه پخوانۍ ودانۍ او تاريخي ابدات له ځان سره ثبت او ورته جدي پاملرنه وکړي.
د ده په خبره: «په دې کوڅه کې د احمد شاهي عصر د اسونو طبیله وه او له همدې امله اوس هم د شاهي طبیلې په نامه یادیږي، د شاهي طبیلې دغه بقایا د یو لوی سرای په شکل وه خو که چیرې دغه او دې ته ورته نورو تاریخي ودانیو ته پاملرنه ونه شي کېدای شي د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړې شي.»
د کندهار د شاهي طبیلې اړوند ودانۍ يوازې يوه خونه روغه پاتې ده چې پکې د غور ولايت څخه راغلي مسافرو د غاليو اوبدلو کارځای پرانيستی خو دغه خونه هم ترډيره د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

په ورته وخت کې کندهار کې د احمد شاه بابا د کور يو تن ساتونکی محمد وارث وایي، د وخت په تېرېدو سره ددې کور ډیرې برخې تخريب شوي او د نړیدو له ګواښ سره مخ دي.
د ده په وینا، چې د تېرو کلونو په پرتله د احمدشاه بابا کور ليدو ته د راغلو سيلانيانو په شمير کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
محمد وارث زياته کړه: «د احمد شاه بابا کور په درې منزله کې جوړ شوی، یو منزل زیرخانې او دوه منزله لوړ دي، د زېرخانو ځینې برخي تخریب شوي او په نورو اطاقونو کې هم ځينې برخي د باران اوبو تخریب کړي دي، خو په ځينو نورو برخو کې هم لاسوهنه شوې او څه ناڅه په عصري ساختماني موادو له سره ترميم شوي دي.»
د پخواني جمهوري حکومت پرمهال په کال ۱۳۹۲ کال کې د احمد شاه بابا کور چې نږدې ۳۰۰ کلن تاريخي حيثيت لري ددې ولايت د ښاروالۍ له لوري استملاک او د ښاروالۍ په تاريخي ودانيو کې ثبت شو.

همدارنګه د پرځول شوي جمهوري نظام پرمهال کندهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې نوموړي ويلي و، چې دغه ودانۍ به د سلام خانې مانۍ په څېر رغول کېږي او موزيم به ترې جوړېږي.
که څه هم هغه مهال د احمدشاه بابا کور د استملاک چارې ترسره شوې خو د رغولو چارې یې پېل نه شوې.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین بیا وایي، اوس يې هڅې پېل کړي ترڅو دغه پخوانۍ ودانۍ د پخوا په شان ترميم او ورته جدي پاملرنه وکړي.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس حافظ نور احمد سعید وایي، تردې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د احمد شاه بابا له کور څخه د لیدنې پر مهال ژمنه کړې چې دغه کور به په اساسي ډول ترميم کړي.

هغه زیاته کړه: «د وزیر صاحب سره مو دا خبره شریکه کړه چې دا کور بیا رغونې ته اړتیا لري، هغه ژمنه وکړل چې د تاریخي ابداتو د ساتني او رغونې په برخه کې به د احمد شاه بابا کور لومړیتوب ولري.»
حافظ نور احمد سعيد وويل، اوس کندهار کې تر ۳۰ زیات تاریخي ابدات له دوی سره ثبت دي چې ځينې یې زرګونه کلونه تاریخي مخینه لري.
کندهار ولایت کې نه یوازې احمدشاهي ودانۍ د نړیدو له ګواښ سر مخ دي بلکې د نارنج ماڼۍ، چهل زینې، منډيګک، مینا برج، د سپېروان غونډۍ، میرهزار جومات او ځینې نور هغه تاریخي ابدات دي چې په بد حالت کې دي او خاصې پاملرنې ته اړتيا لري.
