اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې د طالبانو ولایتي ادارې پرېکړه کړې چې سر له شنبې ورځې په دغه ولایت کې په پاکستانۍ کالدارو او نورو بهرنیو اسعارو څوک راکړه ورکړه نشي کولی.
دوی دغه پرېکړه نن (پنج شنبه، ۲۰ د سلواغې) په اداري جلسه کې په داسې مهال کړې چې د مرکز ښرنې سربېره د پکتیکا ولایت په ګڼو ولسوالیو کې خلک په کالدارو پېر او پلور ترسره کوي.
د مرکز ښرنې اوسېدونکي وايي، اوس مهال په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه وګړي پاکستاني کالدارې کاروي او په همدې کرنسۍ یې کاروبار روان کړی دی.
په دې ولایت کې یو تن هټۍ وال جمعه الدین اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پکتیکا ولایت ډېرې داسې ولسوالۍ او سیمې شته چې خلک یې حتا له افغانیو سره هیڅ بلدتیا هم نه لري او یوازې پېر او پلور په کالدارو ترسره کوي.
نوموړی زیاتوي چې دغه پرېکړه باید په جدي ډول د ښرنې سربېره په ټولو ولسوالیو کې عملي شي او په اوږد مهاله ډول یې تعقیب ترسره شي.
د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو کابو څو میاشتې وړاندې هم ورته پرېکړه کړې وه، خو د نه تعقیب له امله یې په مخنیوي بریالي نه شول.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید