طالبان: تېر يوه کال مو د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې ۳۷۰۰ عملیاتونه ترسره کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالحق اخوند همکار، وایي، چې د دغې ډلې ځواکونو د تېر یوه کال په جريان کې د هېواد په کچه د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او خرڅلاو پر وړاندې ۳۷۰۰ بېلابېل عملیاتونه ترسره کړي دي.

عبدالحق اخوند نن (پنج شنبه، ۲۰ د سلواغې) کندهار ته د خپل سفر پرمهال وویل، چې د دغه عملیاتونو په جريان کې یې ۴۰۴ ټنه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي لکه هيروين، شيشه، چرس او شراب نيولي او دغه راز ۱۴۸ د شرابو کارخونې يې هم له منځه وړي دي.

د هغه په ​​وينا، په يادو عملياتو کې طالب ځواکونو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او پلور په تړاو ٤٦٥٠ کسان نيولي دي.

همکار زياتوي، وروسته له هغه چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کرکیلې بنديز ولګېد ورسره يو وخت يې پر ۱۱۴۷ هکټاره ځمکه کرل شوي نشه یي بوټي له منځه وړي.

د عبدالحق اخوند په وينا: «د نشه‌يي توکو کوم مرکزونو چې موږ له منځه وړي او عمليات پرې ترسره کړي ډېری يې په جنوب غرب حوزې کې وو.»

هغه د کابل پُل سوخته روږدو ته په اشارې سره وويل، چې همدې کال په اوږدو کې يې ۷۵۰۰ تنه معتادين نيولي او په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریيس حبيب الله احمدي وويل، د هيواد ټولو ولايتونو ته يې سفرونه پېل کړي ترڅو خلکو او کروندګرو ته د نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

دده له قوله چې د طالبانو حکومت د مشر ملا هیبت الله اخندزاده د وروستيو فرمانونو د تطبيق  په موخه یې د کندهار، زابل او نورو ولايتونو له واليانو، امنيه قوماندانانو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د ليدنې په موخه سفرونه پېل کړي ترڅو دغه فرمانونه په ښه توګه تطبيق شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په ١٤مه د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده په يوه حکم کې د کوکنارو کښت په بشپړه توګه منع کړ او ويې ويل چې «هېڅوک نشي کولى د دغه بوټي د کرلو هڅه وکړي.» په دغه حکم کې ویل شوي چې له سرغړونکو سره به د شریعت له مخې چلند کیږي او د هغوی کښت به هم له منځه وړل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه