ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د تلفاتو شمیر تر ۱۵زرو واوښت

اطلاعات روز: په ترکيه او سوریه کې د شوې زورورې زلزلې له کبله د مړو شمېر نن (پنج شنبه، ۲۰ د سلواغې) تر ۱۵ زرو واوښت. په ورته وخت کې د هغو خلکو غوسه هم را پاريدلې چې مرستې ورته ناوخته رسېدلې دي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په می مياشت کې ټاکنې لري، د چهارشنبې په ورځ ناورين‌ځپلې سيمې ته ولاړ او ويې ويل چې اوس مهال د ژغورنې او مرستې عمليات په عادي ډول روان دي. همدا راز يې ژمنه وکړه چې هيڅوک به بې کوره پاتې نشي.

د ترکيې جنوب اړخ ته د ژمي په سخت يخ کې خلک د لنډمهالو پناه ځايونو او خوراک په لټه و او د هغو ويجاړيو تر څنګ مرستې ته منتظر و چې ښايي کورنۍ او ملګري به يې ترې لاندې و.

د ترکيې د ناورين د مديريت ادارې ويلي چې د پنج شنبې په سهار په ترکيه کې د ټولو مړو شمېر تر ۱۲ زره ۳۹۱ پورې رسېدلی چې د چهارشنبې ورځې تر شمېرو ۳۰ سلنه زيات دی.

ژغورونکي اوس هم ځينې کسان ژوندي راباسي خو ډېری ترکان د سامانونو، متخصصينو او ملاتړ له نشتونه شکايت کوي او وايي، چې ځينې وختونه د هغو خلکو د مرستې غوښتنې چيغې اوري چې تر ويجاړيو لاندې دي.

سابيها الينک په ملاتيا ښار کې د يوې ويجاړې ودانۍ څنګ ته چې ټوله په واورو پوښلې او کورنۍ يې ترې لاندې ده وايي، «حکومت چيرته دی؟ دوی دا دوې ورځې چيرته و؟ موږ زارۍ ورته کوو. راځئ کار وکړو، موږ دوی را ايستلای شو.»

بلخوا د ترکیې ګاونډ سوريه کې هم دغسې حالت دی او همدې ته ورته شکايتونه کېږي.

د سوريې شمال د دوشنبې په ورځ زورورې زلزلې ولړزاوه او د چهارشنبې تر ورځې پورې د حکومت په وينا هلته د ټولو مړو شمېر ۲ زره ۹۵۰ ته رسېدلی و.

په ملګرو ملتونو کې د سوريې سفير اعتراف وکړ چې «حکومت يې نه کافي امکانات لري او نه هم پوره وړتيا»، نوموړي يې ملامتي پر کورنۍ جګړې او د لوېديځ پر بنديزونو واچوله.

اردوغان په لسو ولايتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی او د مرستې لپاره يې سيمو ته پوځ لېږلی دی، نوموړی د چهارشنبې په ورځ زلزلې ځپلې سيمې کاهرامانماراس ته ولاړ تر څو پېښه شوې ويجاړي او د مرستې رسولو بهير له نږدې وګوري.

نوموړي له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې پر سړکونو او هوايي ډګرونو کې ستونزې وې، خو «نن موږ ښه يو. موږ به سبا او په راتلونکې کې تر دې هم ښه شو. موږ به بيا هم په سون توکو کې ستونزې ولرو، خو ژر به دا ستونزه حل کړو.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه