اطلاعات روز: د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۹۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو ذخيره کولو یو چيک ډیم تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د اقتصاد ریيس عبدالسلام بريالی وایي، د اوبو په ياد چيک ډیم کې شاوخوا ۴۰۰ زره متره مکعبه اوبه ذخیره کېږي چې ارغستان ولسوالۍ کې به د وچکالۍ په مخنیوي کې ګټور تمام شي.
د نوموړي په خبره چې د اوبو ذخيره کولو دغه چيک ډیم (DRC) موسېسې په مالي لګښت د ۹۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د ده په وينا: «د اوبو دا چيک ډم ۱۱۰متره اوږدوالی او ۱۲ متره لوړوالی لري، دا چيک ډیم به شاوخوا څلور سوه زره متره مکعبه اوبه په ځان کې ځای کړي، د دې سيمې خلکو اوبو ته لاس رسی نه درلود اوس به يې همدا ستونزه هواره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بندونه جوړ شوي خو د ټيټ کيفيت او ناکاره ساختماني موادو تر استعمال وروسته بيرته له منځه تللي دي.
