اطلاعات روز: د حيرتان – مزار شريف تر منځ د اورګاډي د تګ – راتګ تر درېدو وروسته د طالبانو پلاوی نن (چهارشنبه، ۱۹ د سلواغې) ازبکستان ته روان شو.
د طالبانو تر مدیریت لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دې پلاوي د سفر موخه د حيرتان – مزار شريف د اورګاډي پټلۍ د مسووليت د لیږد بهیر نهايي کول دي.
دې رسنۍ ويلي، چې د مسووليت د انتقال پروسې د تفاهم ليک په لاسليکولو سره به د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګريزو مالونو انتقال له سره پېل شي.
د حيرتان – مزار شريف اورګاډی تېره اونۍ د ازبګستان له خوا ودرول شو.
دليل يې د ازبکستاني شرکت «سوګديانا» او د افغانستان د اورګاډي ادارې تر منځ د تړون پای ته رسېدل ښودل شوي دي.
د سرچينو په وينا، سوګدايانا شرکت له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګريزو او ترانزيټي مالونو د انتقال مسووليت درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د حيرتان – مزار شريف د اورګاډي پر کرښه د سوداګريزو مالونو د انتقال د مديريت تړون له قزاقستاني شرکت منصور فاتح سره کړی دی.
په همدې حال کې اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې ويلي، چې دې شرکت ساحې ته خپل کارمندان هم راوستلي دي، خو ازبکستان د دې قرارداد مخالف دی.
د سرچينې په وينا، ازبکستان ټينګار کړی چې له «سوګدیانا» شرکت سره دې پخوانی قرارداد تمديد شي.
سرچينه وايي، چې د طالبانو حکومت په پخوانۍ بيه د قرارداد تمديدول نه غواړي.
طالبان وايي، چې له پخواني تړون سره سم، په ۲۲ کيلومټره سيمه کې د خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې شاوخوا ۱۵ ميليونه ډالر ورکول کېدل.
