د بشري حقونو خپلواک کميسيون: ملګري ملتونه دې د الهه دلاورزۍ د خلاصون هڅې وکړي

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون چې له هیواده بیرون فعالیت کوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) په ګډون د بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتي چې د الهه دلاورزۍ د خوشې کولو لپاره دې هڅې وکړي.

الهه دلاورزۍ هغه محصله ده چې څه موده وړاندې يې يوه ويډيو خپره کړه او ادعا يې وکړه چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت پخواني وياند سعيد خوستي د دې ډلې د استخباراتو په رياست کې پر دې «تېری» کړی او وروسته يې په زور نکاح کړې ده.

ويل کېږي چې تر دې ويډيو وروسته پاکستان ته تښتيدلې وه، خو طالبانو دا له پاکستانه راګرزولې او زنداني کړې یې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون نن (دوشنبه، ۱۷ د سلواغې) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له الهه دلاورزۍ سره د يو شمير طالب مسوولينو د غير انساني چلند او نيونې اتيا ورځې کېږي.

د دې اعلاميې له مخې، په دې وروستيو کې د دلاورزۍ کورنۍ يوه ويډيو خپره کړې او د الهې د شکنجې او بد وضعيت په اړه يې انديښنه ښودلې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون دا ډول چلند انسان ضد بللی او غندلی يې دی. دې کميسيون د الهه دلاورزۍ د بې قيد او شرطه ازادېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له سازمانونو په ځانګړې توګه په کابل کې له يوناما، د افغانستان په چارو کې د دې سازمان د بشري حقونو له ځانګړي راپورچي، د ملګرو ملتونو له ښځينه سازمان او د ښځينه حقونو د ملاتړ له سازمان څخه غوښتنه کړې چې د الهې د خوشې کېدو او د امنيت خوندي کېدو په لړ کې دې جدي هڅې وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه