د تعلیمي کال پای؛ پکتیا کې لا هم ډیری زده کوونکو ته کتابونه نه دي ورکړل شوي

خبریال: امېد اشنا

د کرونا له امله د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم د تعليمي کال ډېری برخه بې زده کړو تېره شوه او اوسمهال کابو نيمايي ژمنۍ رخصتۍ هم تېرې شوې، خو د ښوونځيو ډېری زده کوونکو ته لا هم درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي. 

زده کوونکي وايي د درسي کتابونو د نشتون له امله سمه زده کړه نه شي کولی او زیات وخت يې بې درسونو او بې مطالعې تيريږي. 

د ببرک خان ځدراڼ لېسې د اووم ټولګي زده کوونکی محمد سليم وايي چې تېر تعليمي کال يې له درسي اړخه ډېر خراب و، چې له امله يې د ډېری زده کوونکو د څلور نيم مياشتنيو ازموينو پايلې هم خرابې وې. 

سليم وويل: «کتابونه نه لرو، کله چې يو څه وخت مکتب ته تللو هم، درس نه زده کېده؛ ځکه چې معلم صيب ته به همداسې کېناستو، هغه درس تشرېح کاوه، زموږ په ذهن کې نه لوېده چې کوم ځای لولي؟»

زده کوونکي وايي د درسي کتابونو د نشتون له امله سمه زده کړه نه شي کولی.

د نيازيو کلي ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی اسدالله وايي چې ځينو زده کوونکو درسي کتابونه په بازار کې پيرلي، خو وايي ډېری زده کوونکي بېوزله دي او نشي کولی درسي کتابونه په خپله وپيري. 

نوموړي وويل: «يوه کتاب ته به پنځه، شپږ نفره سره ناست و او درس به مو ويل، د کتابونو زياته ستونزه ده، چې کتاب نه وي، موږ درس په څه کې ووايو؟»

رحمت الله د شپږم ټولګي زده کوونکی دی چې د خپل ټولګي کتابونه نلري او وايي چې د کتاب نه درلودو له امله درس نشي ويلی او رخصتيانې يې بې ګټې تيريږي.

نوموړي وويل: «دلته کتابونه کم دي، موږ په څو ملګرو يو کتاب وايو، په کور کې مطالعه او کورنۍ وظيفه نکوو؛ ځکه چې کتاب نه وي. له وزارت څخه هيله لرو چې موږ ته کتابونه راکړي.»

د احمدخېلو ولسوالي د مرکزي لېسې ښوونکی عتيق الله جلال وايي چې د کتابونو د نشتون له کبله سم تدريس نشي کولی او زده کوونکي هم نشي کولی درسونه تعقيب کړي. 

جلال وويل چې پوهنې وزارت بايد په راتلونکي تعليمي کال کې د دې ستونزې د حل لپاره سر له اوسه اقدام وکړي.

نوموړي زياته کړه: «کتاب د زده کړو ممد او ضروري موادو څخه دی. دا ستونزه شته، زما د کورنۍ له مشرانو او والدينو څخه دا غوښتنه ده چې په بازار کې د ځينو کتابونو او له خپلو ماشومانو سره د درس ويلو او خواري له لارې همکاري وکړي، چې وخت يې بې ځايه تېر نشي.»

د قلعه نيازي ښوونځي مدير محمد امين وويل چې د درسي کتابونو له نلرلو په څلور نيم مياشتو ازموينو کې ګڼ زده کوونکي ناکام شوي دي. 

امين وايي که ښوونځيو ته درسي کتابونه ژر ونه رسيږي، نو د زده کوونکو تعليمي کچه به نوره هم ټيټه او پر راتلونکي تعليمي کال به يې هم ناوړه منفي اغېز وکړي.

نوموړي وويل: «که کتابونه راونه رسيږي، شاګردان به له دې نور هم ضعيف شي. درس په درې شيانو ويل کيږي، چې استاد، شاګرد او کتاب وي، په دې کې چي يو هم کم شي، زده کړه نه کيږي. نصاب بايد په مکتب کې موجود وي.»

د پکتيا د پوهنې رياست مني، چې د دې ولايت ډېری ښوونځيو ته درسي کتابونه نه دي رسيدلي، خو وايي چې که کتابونه چاپ او دوی ته ورسيږي، ژر به يې پر زده کوونکو وويشي. 

د پوهنې رييس کوچي ځاځي وويل: «له اوله تر درېيم او د اووم، اتم او نهم صنفونو کتابونه نه يوازې په پکتيا، بلکې په ټول هېواد کې کمبود لرو، کتابونه په وزارت معارف کې چاپيږي، کله چې موږ ته راورسېدل، موږ يې همزمان ښوونځيو ته توضيع کوو.»

د پکتيا د پوهنې رياست مني، چې د دې ولايت ډېری ښوونځيو ته درسي کتابونه نه دي رسيدلي.

پکتيا په ښوونيزه برخه کې زياتې ستونزې لري، چې له هغې ډلې يې د شاوخوا ۷۰ سلنه ښوونځيو د ودانيو نلرل لويه ننګونه ده. 

که څه هم ولسمشر او اړوند وزارت ژمنه کړې وه چې په د اقرا برنامې تر چتر لاندې به په يو کال کې په دې ولايت کې ۱۰۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي، خو له هغه راهيسې د شاوخوا دوه کلونو په تېرېدو تر دمه د يادو ودانيو چارې ندي پيل شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه