اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت معین لطف الله خیرخوا ننګرهار کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، په یوې ځانګړې طرحې یې کار پېل کړی، چې ډیر ژر به نهایي او د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیستل شي.
نوموړي چې نن (یکشنبه، ۱۶ د سلواغې) ننګرهار کې د ورزشي اونۍ د پېل په مراسمو کې خبرې کولې، دا ونه ویل چې یاده طرحه به کله عملي شي خو زیاته یې کړه، چې د طرحې زیات کارونه نهایي شوي او ژر به پلې شي.
خیرخوا زیاتوي: «حکومت په یوې جامع طرحه کار کوي او په دې طرحه ډیر کار شوی چې له مخې به یې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او په دې طرحې سره به بیا په تحصیلي برخه کې ستونزه نه پیدا کیږي.»
په ورته مهال ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، د نجونو د زده کړو ځنډ د خصوصي پوهنتونونو اقتصادي وضعیت سخت خراب کړی دی.
ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیه رییس طارق کمال اندیښنه لري که نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي ښايي حالت تر دې هم خراب شي.
نوموړی هیله مند دی چې د طالبانو حکومت به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
کمال زیاتوي: «طبیعي ده چې مونږ په پوهنتونو کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه اندیښنې مخکې هم شریکې کړي او وزارت ډاډ راکړی چې دا ستونزې به حل شي.»
بلخوا د ننګرهار اوسیدونکي د نجونو پرمخ د ښوونځيو سربیره د پوهنتونو د تړلو دروازو د خلاصیدو غوښتنه کوي.
عام خلک زده کړې د ټولو حق بولي او د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوي، چې ژر دې پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.
د ننګرهار اوسیدونکی خالد خان ټینګار کوي چې د نارینه وو ترڅنګ نجونې هم حق لري چې زده کړې وکړي؛ خو له حکومت یې غوښتنه دا ده چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
خلک داسې مهال په پوهنتونونو کې د نجونو په زده کړو ټینګار کوي، چې تازه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو په جذب بندیز لګولی دی.
