کندهار او ارزګان ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې دوه تنه په ډزو ووژل شول

اطلاعات روز: کندهار او ارزګان ولایتونو کې  په دوو جلا پیښو کې دوه تنه په خپل منځي او د ځمکې پر سر شخړو کې په ډزو وژل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو د والي وياند عطاءالله زيد وايي، چې نن (یکشنبه، ۱۶ د سلواغې) له غرمې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ د پنځمې حوزې اړوند د ملاولي ويالې په سيمه کې د حیات الله په نوم کس د ځمکې پر سر شخړه کې وژل شوی دی.

کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، په قتل تورن کس له سیمې تښتیدلی خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړې دي.

دغه راز ارزګان کې بیا د طالبانو د اطلاعت او کلتور رییس اغا ولي قریشي وایي، چې د دې ولایت په مهر اباد سيمه کې د ميرجان په نوم يو کس په خپل منځي شخړه کې وژل شوی دی.

هغه وایي، میراجان خپل اوښي شاولي په ډزو وژلی دی.

د ده په خبره شاولي نیول شوی او په لومړنیو څیړنو کې یې ویلي چې اوښی یې د ده کور ته د غلا په موخه اوښتی و.

په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې او ښکاره وژنې زیاتې شوي دي.

نن سهار د کندهار سپین بولدک کې د یوې ۱۸ کلنې نجلې جسد موندل شوی چې هویت یې څرګند نه دی.

تېره ورځ د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو سوځېدلی مړی وموندل شو.  تر اوسه د دغه جسد هویت هم نه دی څرګند.  ځينې سرچينې وايي، چې دغه جسد د يوه پخواني سرتېرى دى.

دوه شپې وړاندې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي په ډزو وژل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه