اطلاعات روز: غور ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د غور-هرات لويې لارې د رغونې لپاره مرسته ټولوي.
په غور کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې د مرستو په راټولولو کې د اسانتيا او د لګښتونو د شفافيت په موخه بانکي حساب جوړ شوی دی.
دې دفتر د هيواد په داخل او بهر کې له خلکو غوښتي چې د غور – هرات لويي لارې په رغولو کې دې همکاري وکړي.
د طالبانو د والي دفتر په شفاف ډول له مرستو د استفادې او د هغو د لګولو ډاډ ورکړی دی.
په غور ولايت کې سرچينې وايي، چې طالبانو د غور-هرات ولايت د لويي لارې جوړولو لپاره د دې ولايت له اوسېدونکو پيسې ټولې کړې او دولتي کارمندان هم مکلف دي چې د يوې مياشتې معاش ورته ځانګړی کړي.
غور د هيواد په لوېديځ کې لېرې پروت او محروم ولايت دی چې عمومي نښلوونکې لارې يې خامې او تګ-راتګ پرې ستونزمن دی.
