اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې ۱۶ تنه «مجرمین» عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وايي، چې دغه کسان د طالبانو په محکمه کې د غلا، نامشروع اړیکو او «ټولنیزو تخطیو» په تور مجرم پیژندل شوي دي.
نموړی زیاتوي، د طالبانو محکمې یاد کسان له ۳۰ څخه تر ۳۹ پورې په دُرو وهلو محکوم کړي او نن (پنج شنبه، ۱۳ د سلواغې) عام محضر کې په دُرو ووهل شول.
طالبانو تر دې وړاندې لسګونه کسانه په بېلابېلا ولایتونو کې په دُرو وهلي دي.
