اطلاعات روز: د ليکوال او شنونکي زکريا اصولي خپلوان وايي، چې طالبانو نموړی په کابل کې نيولی او نامعلوم ځای ته يې بیولی دی.
د اصولي يوه خپلوان نن (پنجشنبه، ۱۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دی درې ورځې وړاندې نيول شوی او د برخليک په اړه يې معلومات نشته.
دې سرچينې د اصولي د نيول کېدلو په اړه وضاحت نه دی ورکړی. د سرچينې په وينا، دې شنونکي تر ډېره حده فرهنګي فعاليتونه کول.
تر اوسه په کابل کې د طالبانو مسوولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې طالبانو د پوهنتون يو شمېر استادان او مدني فعالان پر دې ډلې د نیوکې له امله نيولي او تر يو څه وخت يې بنديان کړي و.
