فايق: د ښځو پر زده کړو بنديز د طالبانو فرهنګ دی، د افغانستان له خلکو سره تړاو نه لري

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فايق د پاکستان د استازي څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونه د طالبانو فرهنګ دی او د افغانستان د خلکو له فرهنګ سره هيڅ اړيکه نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم پرون (چهارشنبه، ۱۲ د سلواغې) د افغانستان په اړه د دې سازمان په يوه غونډه کې وويل، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز ديني اړخ نه لري، بلکې دا د پښتنو ځانګړی کلتور دی.

فايق د منير اکرم څرګندونې ردوي او ويلي يې دي چې د طالبانو اعمال نه هم په اسلام کې ځای لري او نه هم د افغانستان د خلکو له کلتور سره تړاو لري.

ده زياته کړې: «زه له منير اکرم سره همغږی نه يم. دا (د نجونو پر زده کړو بنديز) هيڅ وخت د افغانستان د خلکو او ان پښتنو فرهنګ نه و.» د ده په وينا، د پاکستان په شمالي وزيرستان کې چې اکثريت اوسېدونکي يې پښتانه دي، هم د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه دی شوی.

فايق زياته کړې، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې په هغو سيمو کې ښوونځي سوځول چې د دوی تر واک لاندې وې.

په ملګرو ملتونو کې د استازو څرګندونو پر ټولنيزو رسنيو هم غبرګونونه را پارولي دي.

د دفاع وزارت پخواني معين شاه محمود مياخيل ويلي، چې «متعصب طالبان» د پښتنې ټولنې استازي نه دي، «خو په حقيقت کې د آی ايس آی او پاکستانيانو د غوښتنو استازولي کوي.»

طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل. په وروستيو کې يې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې او په غير دولتي بنستونو کې يې د ښځو پر کار کولو بنديز هم ولګاوه.

دا  ډله وايي چې د ښځو پر زده کړو بنديز همېشنی نه دی، بلکې تر امر ثاني پورې دی؛ خو څرګنده نه ده چې ښوونځي او پوهنتونونه به څه وخت د ښځو پرمخ پرانستل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه