ارزګان کې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز:‌ ارزګان د هیواد په سویلي حوزه کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو دوو لسیرو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او دغلته د نورو ستونزو ترڅنګ زرګونه ماشومان له زده کړو محروم پاتې شوي.

دغه ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري څه باندې ۱۰۰ زره ماشومان پکې هیڅ ډول زده کړ ته لاسرسی نه لري.

شفيع الله چې دارزګان ولايت د سرخوم سيمې اوسيدونکی دی وايي، چې نږدې يوه لسيزه کيږي چې د دوی په سيمه کې د زده کړو بهير ټکنی شوی او ماشومان يې زده کړو ته لاس رسی نه لري.

هغه وايي چې کلونه وړاندې د دوی په سيمه کې يو ښوونځی موجود و، چې تېرو جګړو پرمهال یې ودانۍ ويجاړه او د سيمې ماشومان اړ شول چې زده کړې تر شنه اسمان لاندې وکړي.

نموړی زیاتوي، چې اوس مهال تر شنه اسمان لاندې زده کړې هم نشته او د دوی ټول ماشومان دامهال له زده کړو بې برخې شوي دي.

ګل محمد بیا د دې ولايت د شهيد اساس ولسوالۍ اوسيدونکی دی وايي چې د دوی په سيمه کې هيڅ ډول زده کړو ته ماشومان لاس رسی نه لري.

د ارزګان کوچنۍ نجونې چې په یوه محلي ټولګي کې د زده کړو په موخه راټولې شوي. انځور: اطلاعات روز

نموړی زیاتوي، چې شهيد اساس ولسوالۍ د ارزګان له هغو ولسواليو څخه شميرل کيږي چې د نورو ولسواليو په پرتله پکې جګړې زياتې وې چې له امله یې ماشومان له زده کړ بې برخې شوي او لا هم زده کړو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي، د طالبانو راتګ سره یې هيله درلوده چې د دوی په سيمه کې به د زده کړو زمينه برابره شي خو زياتوي چې هیله یې نه ده پور شوې او نه هم د ماشومانو زده کړو ته پاملرنه شوې.

ګل محمد د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی په سيمه کې دې د زده کړو زمينه برابره کړي.

نموړي وويل:«موږ هيله درلوده چې د اوسنی حکومت راتګ سره به دلته ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي خو تراوسه هيڅ هم نه دي شوي باید زموږ ماشومانو ته پاملرنه وشي.»

دغه راز د ارزګان د مرکز ترينکوټ د درفشان د سيمي يوه اوسيدونکي عبدالخالق هم ورته خبره کوي او وايي چې اوس مهال د دوی په سيمه کې کم شمير زده کوونکي زده کړو ته لاس رسی لري او دغه زمينه ورته يونيسف موسېسي برابره کړي ده.

نموړی په خپله سيمه کې د رسمي ښوونځي غوښتنه کوي او زیاتوي که حکومت د دوی په سيمو کې رسمي ښوونځی منظور کړي دوی چمتو دي چې خپله شخصي ځمکه ورته په واک کې ورکړي.

خو په ارزګان ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست چارواکي د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او وايي، دوی اوس تازه هڅې پېل کړي ترڅو په دې ولايت کې هغه ماشومان چې دامهال هيڅ ډول زده کړو ته لاس رسی نه لري ورته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د دې ولايت د پوهنې رياست ريیس خيرالله حقنما وايي، چې د تيرو جګړو پرمهال ګڼ ښوونځي له منځه تللي چې يو شمير دوی رغولي او ۳۳ ښوونځي لاهم ودانۍ نه لري.

ارزګان کې تازه رغول شوی ښوونځی چې لا یې هم کارونه بشپړ شوي نه دي. انځور: اطلاعات روز

هغه وايي په دې ولايت کې دا مهال د ښوونځيو د ودانيو نشتون ترڅنګ په لېرې پرتو سيمو کې څه باندې ۱۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

نموړي زیاتوي، چې دوی د يادو ماشومانو د زده کړو ستونزې له نړيوالو مرسته کوونکو موسېساتو سره شريکې کړي او هيله لري چې ورته پاملرنه وشي.

دا چې یونیسف د طالبانو له لوري په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز په غبرګون کې خپل محلي ټولګي تړلي خو د سویلي حوزې لپاره د دغې موسېسې مشر ارزګان ته د خپل سفر پرمهال ژمنه کړې چې روغتیایي او تعلیمي برخه کې به یاد ولایت ته پاملرنه زیاتوي.

دغه راز یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د ناروې مرسته کوونکې ادارې (NRC) هم په موسېساتو کې د کار بنديز له امله ارزګان کې خپل ۵ سوه محلي ټولګي تړلي دي.

که څه هم افغانستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی، خو په تېر یو نیم کال کې د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل د دغه کنوانسیون تر ټولو ستر نقض بلل کېږي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې په ميليونونو زده‌کوونکي چې ډيره برخه يې نجونې جوړوي له زده کړو بې برخې شوي او دغه راز یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې هم ځنډولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه