د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دریو مهمو اقتصادي پروژو پرانسته؛ نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لار

اطلاعات روز: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په دریو اقتصادي برخو کې د اقینې ـ اندخوی د اوسپنې پټلۍ، د ترکمنستان ـ شبرغان د برښنا پروژه او د فایبر نوري پروژه پرانستل شوې.

د دې لویو پروژو پرانستې مراسم چې د افغانستان او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو ترمنځ په انلاین ډول نیول شوي و، د یادو پروژو پرانسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې وویل: «له ترکمنستان سره زموږ سیمه ییزه همکاري خورا مهمه ده او پدې برخه کې افغانستان له ترکمنستان سره په درې اړخيزه (افغانستان – ترکمنستان – ایران) ، (افغانستان-ترکمنستان – اذربایجان)، ( افغانستان ـ ترکمنستان ـ امریکا) کې همکاري کوي.»

د اقینې – اندخوی رېل پټلۍ ۶۳۵ کیلو مټره اوږدوالی لري او د افغانستان د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې د اقینې بندر له ترکمنستان هېواد سره نښلوي. افغانستان په دې سره له منځنۍ اسیا بیا ترکې او اروپا سره ونښلېد.

په دې مراسمو کې وویل شول چې افغانستان به نور له ترکمنستان سره رسمي راکړه ورکړه د همدې بندر له لارې کوي.

د اقینې – اندخوی اورګاډي پټلۍ

د ۵۰۰ کیلو واټه برښنا بله پروژه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرانستل شوه. دا له آقینې تر شبرغانه د ۵۰۰ کیلوواټ لین د غزولو او له شبرغان څخه تر مزار شریف پورې د ۲۲۰ کیلوواټ لین بشپړیدلو پروژه ده چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ولسمشر غني: «د آقینې څخه شبرغان ته د ۵۰۰ کیلوواټ لین د غزولو او له شبرغان څخه تر مزار شریف پورې د ۲۲۰ کیلوواټ لین بشپړیدل د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره یو مهم ګام دی.»

په دې مراسمو کې افغان چارواکو وویل چې دا برښنا به په شمال ولایتونو کې سل زره کورنیو ته ورسیېږي. دغه راز به د کابل برښنا پیاوړي کولو لپاره به هم له دې برښنا ګټه واخیستل شي.

د نوري فایبر شبکې پروژه درېیمه اقتصادي پروژه ده چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته ورکړل شوه. ولسمشر اشرف غني وویل چې دا پروژه په اقینې بندر کې بشپړه شوې ده او دا د افغانستان او ترکمنستان لپاره بل ګد ویاړ دی.

دا پروژه به لومړی کابل هرات او ځینو نورو ولایتونو او بیا ټول افغانستان کې خلکو ته د لاسرسي وړ شي.

له ترکمنستان هېواد سره د افغانستان دا پروژۍ لومړۍ نه دي، له دې پخوا هم له دغه هېواد او د افغانستان ترمنځ ځینې اقتصادي پروژې لاسلیک او پلې شوې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې مراسمو کې وویل: «د اوسپنې پټلۍ ، نوري فایبر او نورې لویې پروژې لکه پاکستان ته د برښنا لیږد (ټاپ) او هند او پاکستان ته د ګاز لیږد (ټاپي) او د فایبر اپټیک شبکه چې سویلي آسیا د ځمکې له لارې اروپا او نورې نړۍ سره نښلوي د افغانانو په ژوند کې به غوره بدلونونه راولي او په سیمه کې به وضعیت ښه کړي.»

په دې مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف افغانانو ته د دې لویو اقتصادي پروژو د پرانیستلو مبارکي ورکړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه