طالبانو د ننګرهار یو شمیر ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو پر ځای خپل غیر مسلکي پلویان ګمارلي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمیر ښوونکي شکایت کوي، چې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري هغه ښوونکي له دندو ګوښه کیږي؛ چې د تیر حکومت پرمهال ګمارل شوي او اوس یې دوی په مختفلو پلمو له دندو ګوښه کوي او پرځای یې خپل غیر مسلکي طالبان ګماري.

د کامې ولسوالۍ د شېراغا مجددي لېسې یو ښوونکی د نوم نه یادولو په شرط وایي، چې د یادې لېسې د مدیر او یو شمیر ښوونکو په ګډون ګڼ شمیر ښوونکي له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې هغه طالبان چې مسلکي هم نه دي په دنده ګمارل شوي دي.

هغه زیاتوي:«د طالبانو له لوري زمونږ د شیراغا مجددي لېسې مدیر هم بدل شوی او هم څلور ښوونکي له دندو ګوښه شوی او پر ځای یې د یو مسجد ملا امام چې طالب دی ګمارل شوی.»

د ننګرهار د چپرهار د ماڼو لېسې ښوونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره د دوی دلېسې په ګډون په ټول ننګرهار کې زیاتره پخواني ښوونکي له دندو ګوښه شوی او پرځای یې د مسجد ملا امامان چې د طالبانو پلویان دي ګمارل شوي دي.

د نیاز محمد په نامه یو ښوونکي چې تازه د طالبانو له لوري له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې د یوې دیني مدرسې شاګرد ګمارل شوی، خپل راتلوونکي ته اندیښمن دی او وایي؛ طالبانو د ږیرې لنډولو په بهانه له دندې لرې کړی چې اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نیازمحمد زیاته کړه: «زه په لېسه کې د پښتو په برخه کې ښوونکی وم، زمونږ مدیر هم طالبانو بدل کړی او اوس یې یو طالب رالیږلی زما ږیره لنډه وه او راته یې په څو ځلي وویل؛ چې باید ږیره پریږدې خو ما ونه منله او له دندې یې ګوښه کړم.»

د ښوونځيو زده کوونکي هم د طالبانو له لوري د مسلکي ښوونکو له دندو ګوښه کیدو اندیښمن کړي او وایي، کوم ښوونکي چې اوس تازه د طالبانو له لوري ګمارل شوي غیر مسلکي او سخت دریزه دي.

د ننګرهار لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی عارف الله وایي، چې هره ورځ یې د لېسې مدیر د نموړي په ګډون زیات زده کوونکي په یوه او بله بهانه تهدیدوي او ورته ګواښ کوي؛ که په شریعت ځان برابر نه کړي نو په ازموینو کې به یې ناکام کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي بیا وایي، چې د دغه ولایت په ښوونځیو کې یې ګڼ اصلاحات رامنځته کړي دي.

د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس حبیب حضرت حقاني وایي، چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له دولتي ښوونځيو ۳۷۹ خیالي ښوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

ننګرهار کې ښوونکي داسې مهال شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د پوهنې ریاست له لوري یو مکتوب خپور شوی، چې پکې د ښوونکو ږیرې پریښودل جبري شوي او ټینګار شوی که ښوونکي په شریعت ځان برابر نه کړي نو له دندې به یې ګوښه کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه