د امريکا د نوي امنيتي مرکز مديران: د بايډن دولت بايد د طالبانو له اپوزیسیون سره تعامل وکړي

اطلاعات روز: د امریکا د نوي امنیت د مرکز په نوم د دې هیواد د فکري خونې مدیرانو، د امریکا له دولت څخه غوښتي چې د دوحې تړون دې لاس واخلي او د طالبانو له اپوزیسیون سره دې تعامل وکړي.

د امريکا د نوي امنيتي مرکز مدير ريچارډ فونتين او د هند او ارام سمندر د امنيتي پروګرام مديرې ليزا کورتيس په يوه ليکنه کې چې تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۱ د سلواغې) په فارن پاليسي کې خپره شوې، ليکلي دي چې «د طالبانو حکومت تلپاتې نه دی.»

دوی ويلي، چې واشنګټن بايد د سادګۍ له مخې د طالبانو حکومت د يوه «ناڅرګند او افسوسناک» واقعيت په توګه ونه مني؛ البته د دې ډلې له مخالفينو سره په تعامل کولای شي چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره اقدامات وکړي.

ريچارډ فونتين او ليزا کورتيس ويلي، چې دوی تاجکستان او ترکيې ته په خپل وروستي سفر کې د افغانستان له پخوانيو چارواکو، له بهرمېشتو وګړو، پناه غوښتونکو او هغو خلکو سره ليدلي چې د افغانستان له حالته ناخوښ دي.

د دوی په وينا، پخواني چارواکي او بهر مېشتي د کابل پر سقوط افسوس کوي او ټول له نړيوالې ټولنې غواړي چې له افغانستانه دې په دومره ساده ډول لاس نه اخلي.

د امريکا د نوي امنيتي مرکز مديرانو ويلي، چې د طالبانو په وسيله د ښځو او نجونو د حقونو تر ځپلو لويي ننګونې شته دي.

دوی په اشاره کولو ويلي، چې په افغانستان کې نوی رژيم درسي مواد له سره ارزوي چې دا کار کولای شي ميليونونه ماشومان توندلاري اسلام ته بوزي.

د امريکا د نوي امنيتي مرکز د مديرانو په وينا، داعش په افغانستان کې فعال او مرګونی حضور لري او طالبانو لا هم له القاعدې سره اړيکې نه دي پرې کړې.

دوی ليکلي: «اوس د دې واقعيتونو د بدلون لپاره د نړيوالې ټولنې وړتيا ډېره کمه شوې. خو لا هم صفر شوې نه ده او متحده ايالات بايد هڅه وکړي چې له نننيو خطرونو څخه يو ښه سبا راوباسي.»

د دوی د ليکنې له مخې، واشنګټن بايد هم له طالبانو سره ښکېلتيا ولري او ورسره دې د دې ډلې له سیاسي مخالفينو سره اړيکه وساتي او له دواړو لارو دې فشار راولي.

د امريکا د نوي امنيتي مرکز مديرانو ټينګار کړی، چې په امريکا کې دې د افغانستان سفارت پرانستل شي او پخواني سفير (يا هم استازي ته دې) د کار کولو اجازه ورکړل شي.

دوی زياته کړې، چې په ټوله نړۍ کې د افغانستان ۶۰ استازولۍ پرانيستې دي او د پخواني دولت د کارکوونکو له خوا اداره کېږي.

همدا راز هيڅ هيواد هم طالبان د افغانستان د دولت په توګه په رسميت نه دی پېژندلی او په نوامبر مياشت کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د بشري حقونو په تړاو د دې ډلې پر چلند نيوکه وکړه او پيغام يې ورکړ چې د ملګرو ملتونو غړي هيوادونه به طالبان په اوسنيو شرايطو کې په رسميت ونه پېژني.

د امريکا د نوي امنيتي مرکز د مديرانو په وينا، دا ډول اقدامات د طالبانو له سياسي مخالفينو سره د تعامل ضمني ملاتړ برابروي، خو د مخالفينو تر منځ تلپاتی نفاق ننګونې هم را پيدا کوي.

دې مديرانو ويلي، چې نن درې عمده مخالفې ډلې شته دي: «په تاجکستان کې مېشته د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د انقرې ډله چې په ترکيه کې مېشت دي او تر ډېره حده پخواني جنګسالاران دي او بله ډله چې ځان د سولې او عدالت ملي غورځنګ بولي.»

د امريکا د نوي امنيتي مرکز مديرانو زياته کړې، چې متحده ايالات بايد په يوه درېيم هيواد کې د افغانستان د اپوزيسيون لپاره د يوه سياسي دفتر ملاتړ وکړي، لکه څرنګه چې طالبانو په دوحه کې درلود. د دوی په وينا کېدلای شي چې دا دفتر د اتحاد لپاره يو مرکز وي، سياسي فعاليتونه سازماندهي کړي او له ډلو سره تعامل همغږی کړي.

د دوی په وينا، متحده ايالات بايد له ډياسپورا يا هم بهر مېشتو سره خپل تعامل زيات کړي، هغه چې په افغانستان کې د يوه متفاوت راتلونکي جوړولو په لټه دي.

همدا راز امريکايي ډيپلوماټان بايد د خليج او فارس هيوادونه او ترکيه تر فشار لاندې راولي چې د طالبانو د چارواکو پر سفر بنديز چې د ملګرو ملتونو په تور ليست کې دي، عملي کړي.

د امريکا د نوي امنيتي مرکز مديرانو ټينګار کړی دی چې د بايډن دولت بايد ډاډ تر لاسه کړي چې د ملګرو ملتونو د ماموريت له لارې کوم اونيز ډالر افغانستان ته لېږل کېږي، هغه د طالبانو جيب ته ولاړ نشي.

د دې ليکنې په يوه برخه کې راغلی دي چې که متحده ايالات غواړي د طالبانو د سياستونو د نه منلو په اړه څرګند ډيپلوماټيک ځواب ورکړي، نو بايد د دوحې تړون چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې لاسليک شوی دی، رسما پرېږدي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه