اطلاعات روز: د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د خادمې په نوم د یوه کانال د جوړېدو کارونه پېل شول.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، دغه کانال د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ د ۱۳۷۵ مترو په اوږدوالي جوړیږي چې پر مهال به یې په سیمه کې ۱۳۲۰ جریبه ځمکه خړوبه کړي.
د شمل خرم سندیزې حوزې ریس زین الله نسیمي وايي، له دغه کانال سره یو ځای د ۲۱ ورخونو جوړېدو کار هم پېل شوی او په خبره یې چې په دې سره به د سیمې سلګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدو سربېره ۶۳۰ کورنۍ هم استفاده وکړي.
د سیمې اوسېدونکي هم په دغه پروژه خوښ دي او له نړیوالو همکاره موسېساتو غوښتنه کوي، چې په دغه ولایت کې دې خپلو رغنیزو پروژو پلې کېدو ته دوام ورکړي.
