اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، المان او سويس هيوادونو ته د خپل سفر خبر ورکړی دی.
نموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د جنورۍ له ۲۹مې تر فبرورۍ پورې به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه له امریکايي شریکانو، افغانانو او د بشري مرستو له موسېسو سره سلا مشورې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې د وېسټ د سفر په اړه ويل شوي، چې د طالبانو وروستيو فرمانونو نړيواله ټولنه له لويو ننګونو سره مخ کړې «ځکه موږ غواړو چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړو او خپلې ګټې خوندي کړو.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې توماس وېسټ به له خپلو سيالانو سره يو ځای کار کوي چې يو داسې سيمهييز او نړيوال متحد غبرګون تيار کړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته ژمنتيا ښيي او حياتي مرستو ته د هغوی د لاسرسي تعهد کوي.
طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي. دې ډلې لومړی تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل. په وروستيو کې يې د ښځو لوړې زده کړې وځنډولې او په غير دولتي بنسټونو کې يې د ښځو پر کار کولو هم بنديز ولګاوه.
