اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یو وژل شوي کس جسد موندل شوی دی.
د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی حبیب الله نیازی وایي، چې تېره ورځ (شنبه، ۸ د سلواغې) د لغمان الینګار ولسوالۍ اړوند په «نورلام» سیمه کې ځایي خلکو د یوه کس جسد موندلی دی.
نموړی زیاتوي، تراوسه د وژل شوي کس هویت معلوم نه دی چې څوک او د چا لخوا وژل شوی دی.
بلخوا د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان د یادې پېښې په اړه ناخبري ښيې.
دا په روانه میاشت کې دریم جسد دی چې په الینګار ولسوالۍ کې موندل کیږي، له دې څو ورځې وړاندې یو بل جسد هم موندل شوی و.
د لغمان اوسیدونکي دا ډول هدفي وژنو اندیښمن کړي او د مخینوي په برخه کې یې طالبان ملامت بولي.
