اطلاعات روز: یو افغان مسافر چې د خپل ورور او لور سره پاکستان هیواد ته د درملنې په موخه تللی و، خو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان پولیسو د کراچې په زندان کې بندي او د سختې ناروغۍ له امله یې دغه زندان کې ژوند له لاسه ورکړ.
دا په تېرو دریو میاشتو کې دریم افغان مسافر دی چې د پاکستان کراچۍ زندان کې مري.
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منېژې کاکړ اطلاعات روز ته وویل، نموړی کس دغه هیواد ته د درملنې لپاره ورغلی و خو د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله د پاکستان د پولیسو له لوري زنداني شوی او تېره جمعه (۷ د سلواغې) یې ساه ورکړې ده.
کاکړ وویل:« ولي خان او د هغه ورور شربت خان درې میاشتې وړاندې په قانوني اسنادو پاکستان ته سفر کړی و او یوازې د هغه لور تور بي بي قانوني اسناد نه لرل چې د پاکستان پولیسو دوی د تور بي بي د اسنادو نه لرلو په تور بندیان کړي وو.»
نموړې وایي، له تاج محمد او عبدالخلیل را وروسته ولي خان دریم افغان دی چې ددې هېواد په زندانونو کې د طبي اسانتیاوو نشتون له وجې ژوند له لاسه ورکوي.
کاکړ زیاته کړه اوس مهال د کراچۍ او سیند ایالایتونو په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال بندیان دي.
په پاکستان کې د افغان زندانیانو د خوشې کیدو په تړاو د پاکستان حکومت کومه ښکاره پرېکړه نه ده کړې، خو په دې هېواد کې د طالبانو د حکومت سر قونسل عبدالجبار تخاري ویلی پاکستان ورسره د افغان کډوالو په خوشې کولو کې همکاري نه کوي.
