د بشر حقونو څار: افغانستان کې د وروستيو کلونو د «جناياتو» ټول عاملين دې عدالت راکش کړل شي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان د اسيا برخې مرستيالې مدیرې پاتريشيا ګوسمن په کابل کې د طالبانو د يوه خونړي بريد د پنځمې کليزې په تړاو ويلي، مهمه ده چې د ټولو «وحشي جناياتو» عاملين عدالت ته را کش کړل شي.

هغې په يوه راپور کې چې پرون (جمعه، ۷ د سلواغې) خپور شو، ويلي چې د پنځو کلونو په تېرېدو لا هم د قربانيانو لپاره عدالت نه دی تأمين شوی.

ګوسمن ويلي، چې هغه کال طالبان د جناياتو په کولو کې يوازې نه و، د دې ډلې رقيبانو لکه داعش ګڼ بريدونه کړي دي، مسجدونه او مدرسې يې په نښه کړي او په سلګونو ملکي خلک په ځانګړې توګه شيعه او هزاه پکې وژل شوي دي.

د دې په وينا، تر ۱۱ سپټمبر وروسته جګړو کې ۲۰۱۸ کال د ملکي وګړو لپاره په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال و.

د بشر حقونو څار د اسيا څانګې مرستيالې مديرې ويلي، چې متحده ايالاتو او په هماغه وخت کې د افغانستان دولت، د طالبانو د زياتېدونکي ځواک د ځپلو لپاره هوايي بريدونه زيات کړل او په جګړه کې يې نظامي قوانينو ته کمه پاملرنه کوله چې له امله يې تر ۵۰۰ زيات ملکي وګړي ووژل شول.

د دې په وينا، د ۲۰۱۸ کال د اپريل په مياشت کې، د افغانستان د دولت هوايي ځواک پر يوه مدرسه بريد وکړ چې ۳۰ ماشومان پکې مړه او ۵۰ نور ژوبل شول. ګوسمن ويلي چې چارواکو بخښنه وغوښته خو هيڅوک هم مسوول ونه ګڼل شو.

د بشر حقونو څار د اسيا څانګې مرستيالې مديرې زياته کړې چې د افغانستان د پخواني دولت پوليسو او ځانګړو ځواکونو له ماشومانو د ناسمې ګټې اخيستنې په شمول د اجباري ورکيدنې او شکنجې د ختمولو لپاره هڅې کولې، خو له عاملينو په پوښتنه او تعقیب کې ناکام و.

دې زياته کړې چې د ۲۰۱۸ کال پر مهال په افغانستان کې د اسټراليايي او امريکايي ځانګړو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د صحرايي اعدامونو او نورو جناياتو په اړه هم راپورنه خپاره شول.

ګوسمن ويلي، چې له کومه وخته راهيسې طالبان واک ته رسېدلي له اعدامونو او جبري ورکونې سره – سره يې داسې سياستونه غوره کړي چې د ښځو او نجونو حقونه يې محدود کړي دي.

د دې په وينا، طالبانو د بشري حقونو د دې شديد نقض د پای ته رسولو لپاره هيڅ ګام نه دی اخيستی، د جناياتو د مسوولينو تحقيق او تعقيب خو بيخي پاتې دي.

ګوسمن په اخر کې ويلي، چې که څه هم متحده ايالات او نور هيوادونه د افغانستان په موضوع کې خپل رول ارزوي او نړيواله جنايي محکمه په افغانستان کې د جناياتو په اړه پلټنې کوي، مهمه ده چې د جدي تېريو پر ټولو عاملينو عدالت پلی شي.

هغې ټينګار کړی چې که د پلټنو لارښوونه يوازې د جګړې يوه اړخ ته کېږي او يا هم ځانګړو قربانيانو ته رسېدلی زيان له پامه غورځول کېږي، دا په حقیقت کې د ټولو قربانيانو لپاره د عدالت د تطبيق ردول دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه