خليلزاد يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل چې د مولوي عبد الحميد خبرو ته دې غوږ ونيسي

REUTERS/Omar Sobhani

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې د ايران په زاهدان کې دې د سنيانو د جمعې خطيب مولوي عبد الحميد خبرې واوري.

عبد الحميد پرون (۷ د سلواغې) د جمعې ورځې خطبه کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې د حق ملاتړ کړی دی.

ده د افغانستان په اړه راپورونه ټکان ورکوونکي بللي او ويلي يې دي چې دا هيواد له بې‌مخينې يخنۍ سره لاس او ګرېوان دی.

مولوي عبد الحميد له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټینګې کړي.

دا پېژندل شوی ايرانی عالم وايي، چې باور لري چې ښځې بايد کار او زده کړې وکړي.

ده زياته کړې، چې که له طالبانو سره ډيپلوماټيکې اړيکې ټينګې شي، د اسلامي نړۍ علماء کولای شي په افغانستان کې بشري حقونو ته د درناوي لپاره کار وکړي.

مولوي عبد الحميد تېره اونۍ هم د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې کړې وې.

خليلزاد چې له طالبانو سره يې د سولې موافقه لاسليک کړې او واک ته د طالبانو د را ستنېدلو عامل ګڼل کېږي، د مولوي عبد الحمید د جمعې د لمانځه خطبه بيا خپره کړې او له طالبانو يې غوښتي چې وايې وري.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي بندې کړې. په وروستيو کې يې د ښځو پر لوړو زده کړو او په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز ولګاوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه