اطلاعات روز: لوګر کې ځايي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په مرکز پل عالم کې د ګاز ډبې چاودنې له امله یو نظامي طالب مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
په مرکز پل عالم کې یو سرچینه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، دغه چاودنه تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د سلواغې) ناوخته رامنځته شوې او په خبره یې چې د پېښې قربانیان ټول نظامي طالبان دي.
په لوګر کې که څه هم د طالبانو امنیتي مسوولینو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ځینو امنیتي کسانو یوازې د څلورو کسان د ټپي کېدو پخلی کړی، خو د کوم کس د مرګ په اړه یې څه نه دي ویلي.
د ژمي د سړې هوا له امله په نظامي او ملکي ځایونو کې له ګازو استفاده کیږي چې ځینې وخت د بې احتیاطۍ له کبله د خلکو د ژوند په بیه تمامیږي.
